افغانستان

طالبان: سروبي کې سیند ته لوېدلی موټر او د یوې مېرمنې جسد موندل شوی

انځور سروبي کې د پیښې شوې ترافیکي پېښې

په کابل کې د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو چارواکو اعلان کړی، چې په سروبي ولسوالۍ کې د کابل سیند ته د دوو لوېدلو او ورک شویو موټرو له جملې څخه یو موټر له یو جسد سره یوځای موندل شوی دی.

د دغې قول اردو لخوا په اېکس (X) شبکه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نورو پاتې کسانو د موندلو لپاره لا هم په سیند کې د ژغورنې او پلوټنې عملیات په شدت سره دوام لري.

د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د سروبي ولسوالۍ په «سره ګړنګ» یا (سنګ سرخ) سیمه کې دوه موټر چې یو یې «فیلډر» او بل یې د «اکوا» ډوله وو، له سړک څخه د منحرف کېدو له امله سیند ته ولوېدل او له اته سپرلیو سره یوځای لادرکه شول.

په‌دې کسانو کې دوه نارینه، دوې مېرمنې او څلور ماشومان شامل وو چې ټول د یوې کورنۍ غړي بلل شوي دي.

طالب چارواکو ویلي چې تېره ورځ د لامبوزنو لخوا د «فیلډر» ډوله موټر د یوې ډوبې شوې مېرمنې له جسد سره یوځای له اوبو راویستل شوی، خو د دویم موټر او د کورنۍ د نورو شپږو غړو جسدونه لا هم لادرکه دي او برخلیک یې ندی معلوم.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو لویو لارو کې ترافیکي پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوي او د لسګونو هېوادوالو ژوند یې اخیستی دی.

عام خلک د دغو زړه بوږنوونکو پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نشتوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي او تیز رفتاري بولي.