د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د ایران د بېپيلوټه الوتکو (ډرون) د عملیاتو پر یو مرکز نوي بریدونه کړي دي.
امریکایي چارواکي وایي دا عملیات وروسته له هغې وشول چې دغو ډرون الوتکو په هرمز تنګي کې د امریکا ځواکونو او سوداګریزو بېړیو ته ګواښ پېښ کړی و.
دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغې کېږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټرافیکو د بېرته پرانیستلو په تړاو د ایران د هوکړې راپورونه په کلکه رد کړل.
یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې پوځ د ایران څلور بریدګر ډرون ویشتلي او په بندر عباس ښار کې یې هغه د ځمکې د کنټرول سټېشن ویشتلی چې غوښتل یې پنځم ډرون هم په هوا کړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د اپرېل په لومړیو کې اوربند شوی و، خو امریکایي چارواکي دا نوي بریدونه یوازې دفاعي او د اوربند د ساتلو لپاره بولي.
په مقابل کې د ایران تسنیم خبري اژانس ادعا کړې چې د دوی سمندري ځواکونو پر یوې امریکایي تېل وړونکې بېړۍ ډزې کړي او هغوی یې شاتګ ته مجبوره کړي دي.
بلخوا، ولسمشر ټرمپ د کابینې په ناسته کې د ایران د دولتي ټلویزیون هغه راپور رد کړ چې ګواکې د هرمز تنګي د پرانیستلو په تړاو د ایران او عمان په ګډ مدیریت یوې مسودې ته رسېدلي دي.
ټرمپ وویل: «هیڅ یو هېواد به په یوازې ځان پر دغو اوبو کنټرول ونلري. دا نړیوالې اوبه دي او عمان باید د نورو په څېر چلند وکړي، که نه موږ به یې والوزوو.» د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي د ټرمپ دا خبرې تش ګواښونه بللي او ویلي یې دي چې ایران به د بندیزونو له لرې کېدو او اتومي حقونو څخه لاس وانخلي.
دا درې میاشتنۍ جګړه، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په بریدونو پیل شوه، تر اوسه پکې زرګونه کسان وژل شوي او د نړۍ د انرژۍ بیې یې خورا لوړې کړې دي.
ټرمپ همداراز د جګړې د پای ته رسولو د یوې برخې په توګه پر پاکستان، سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر او اردن غږ کړی چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د (ابراهیم تړونونه) لاسلیک کړي، خو دغو هېوادونو تر اوسه دا غوښتنه نده منلې.
دمګړۍ د امریکا شاوخوا ۱۵ زره سرتېري د ایران د کلابندۍ د پلي کولو لپاره په سیمه کې شتون لري.
