متحده ایالتونه

ډونالډ ټرمپ د وال سټریټ ژورنال پر وړاندې د ۱۰ ملیارده ډالرو دعوا بیا نوې کړه

دونالد ترمپ، رئیس جمهور ایالات متحده

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې پر وړاندې د اعادې حیثیت او د بدنامۍ پورې اړوند خپله قانوني دعوا یو ځل بیا په محکمه کې ثبت کړه او د لږ تر لږه ۱۰ ملیارده ډالرو تاوان غوښتنه یې کړې ده.

دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې تېره میاشت یو قاضي د دغې قضیې لومړۍ نسخه د قانوني نیمګړتیاوو له امله رد کړې وه.

دا د هغو څو شخصي قضیو له جملې څخه ده چې ټرمپ د رسنیزو بنسټونو پر وړاندې پیل کړي دي؛ هغه څه چې منتقدین یې د مطبوعاتو او ازادو رسنیو پر وړاندې د فشار یو پراخ کمپاین بولي.

د ټرمپ وکيلانو په نوې عریضه کې لیکلي چې د روپرټ مرډوک په ملکیت کې دغې ورځپاڼې د یو داسې راپور په خپرولو سره د ولسمشر شهرت ته زیان رسولی، چې پکې ادعا شوې وه د جنسي جرمونو د مړ شوي مجرم «جېفري اپسټین» د زیږون په یوه مبارکۍ پاڼه (کارډ) باندې د ټرمپ لاسلیک شتون لري.

ټرمپ او د هغه قانوني ټیم وایي چې دا کارډ په بشپړه توګه جعلي دی، که څه هم د اپسټین د قضیې څېړونکو وکیلانو د دغه سند کاپي د پارلمان لخوا خپره کړې ده.

په‌دې نوې شوې عریضه کې چې د میامي په فدرالي محکمه کې ثبت شوې، د روپرټ مرډوک، ډاو جونز شرکت، نیوز کارپ، د دغه بنسټ د اجراییوي رییس رابرټ تومسن او د وال سټریټ ژورنال د دوو خبریالانو (خدیجه سفدر او جوزف پالازولو) نومونه د تورنو په توګه یاد شوي دي.

په عریضه کې ویل شوي چې دغو کسانو په خپلو راپورونو کې حقایق له پامه غورځولي او ټرمپ ته یې سخت مالي او د شهرت زیان اړولی دی.

بلخوا، ډاو جونز ادارې ویلي چې دوی د خپلو خبریالانو پر مسلکي کار او دقت پوره باور لري او په محکمه کې به له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

بدنام امريکایي پانګوال جېفري اپسټین په ۲۰۱۹ کال کې د نیویارک په یو زندان کې مړ وموندل شو.

د هغه قضیې د ټرمپ د ملاتړو ترمنځ بیلابیلې د توطیې تیورۍ راپورته کړې چې ګواکې حکومت د بډایانو او ځواکمنو خلکو سره د اپسټین اړیکې پټوي.

ټرمپ وایي له ۲۰۰۶ کال راهیسې، تر هغه وړاندې چې د اپسټین قانوني دوسیې په علني توګه رسوا شي، له نوموړي سره یې تللې اړیکې پرې کړې وې.

د یادولو وړ ده چې فدرالي قاضي ډارین پي ګېلس (چې د بارک اوباما په وخت کې ټاکل شوی و) په تېره اپرېل میاشت کې د ټرمپ لومړی شکایت په‌دې دلیل رد کړی و چې ټرمپ نشو کولای د قانوني معیارونو پر بنسټ دا ثابته کړي چې رسنۍ دا راپور د “قصدي کینې او د درواغو په پوهېدو” سره خپور کړی دی.

ټرمپ د دې ترڅنګ د نیویارک ټایمز، بي بي سي او ډیس موینز راجستر ورځپاڼو پر وړاندې هم ورته قضیې مخې ته وړي دي.