سیاست

بلخ کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید ۲۷م تلین؛ تهران وايي د پېښې عاملین باید محکمه شي

په مزار شریف کونسلګرۍ کې د ایراني د وژل شوي ایراني ډیپلوماټانو انځورونه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د لومړني واکمنۍ پر مهال، په مزارشریف کې د دې هېواد پر کونسلګرۍ د شوي برید د ۲۷م تلین په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې دغه پېښه یو «ترهګریز جنایت» بلل شوې، او ټینګار شوی چې باید د دې برید ټول اړخونه روښانه شي، د عاملینو پېژندنه وشي او د عدالت د تأمین لپاره عملي ګامونه پورته شي.

دغه وزارت ویلي چې دا موضوع په جدي توګه تعقیبوي. په مزارشریف کې د ایران پر کونسلګرۍ برید هغه مهال وشو چې طالبان د ۱۳۷۷ هـ.ش کال په پیل کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د بلخ ولایت اداره په لاس کې درلوده.

طالبانو تر اوسه د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی او نه یې د عاملینو په اړه څه ویلي دي. په دغه برید کې ۹ ایراني ډیپلوماټان، چې یو خبریال هم په کې شامل و، وژل شوي وو.

د دغو کسانو هویت؛ ناصر ریګي، نورالله نورزی، کریم حیدریان، رشید پاریاو فلاح، حیدرعلي باقري، محمدعلي قیاسي، مجید نوري نیارکي، محمدناصر ناصري، او محمود صارمي څرګنده شوی دی.

د دې پېښې وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله ۱۲۶۷مه پرېکړه‌لیک کې دا برید د نړیوالو قوانینو «څرګند نقض» وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه «ترهګریز تېری» او «په ډیپلوماتیکو او کونسلګري اړیکو کې د نړیوالو حقوقو له سختو سرغړونو څخه یوه بې‌سارې بېلګه» ګڼلې ده.

دا ټول په داسې حال کې دي چې په تیرو نژدې څلورو کلونو کې، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، ایران له دې ادارې سره خپلې اړیکې ساتلي دي. د ایران لوړپوړي چارواکي، په ګډون د بهرنیو چارو وزیر، کابل ته سفرونه کړي، او طالبان هم څو ځله ایران ته تللي دي.