افغانستان

په روان کال کې د هېواد په سیندونو او بندونو کې د ډوبېدو له امله ۷۵ کسان مړه شوي دي

انځور- کنړ سیند

د طالبانو تر واک لاندې دله پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې مسوولینو اعلان کړی، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو سیندونو، کانالونو او د اوبو په بندونو کې د ډوبېدو له امله ۷۵ هېوادوال مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د دغې دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، په‌دې زړه بوږنوونکو پېښو کې د بېلابېلو عمرونو نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي چې په ناڅاپي ډول یې یا د لامبو (شنا) پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له پېښو سره د مبارزې ادارې د دغو پېښو د تایید او عامه پوهاوي په موخه پر خپلې رسمي ایکس (X) پاڼې یو ځانګړی ویډیویي راپور هم خپور کړی، چې په هېواد کې د اوبو د ډوبېدو د پېښو جدي ګواښ او د مستندولو چارې انځوروي.

په افغانستان کې د ګرمۍ د موسم په رارسېدو او د سیندونو د اوبو د کچې په لوړېدو سره، هر کال د ډوبېدو پېښې په بې‌سارې توګه زیاتېږي.

ډېری ځوانان او ماشومان د اوبو د ژوروالي او د سیندونو د څپو د سرعت له خطره پرته، په ممنوعه او ناامنه ساحو کې لامبو کوي چې د داسې دردوونکو پېښو لامل ګرځي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې او امنیتي مسوولینو په وار وار له خلکو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته اجازه ورنکړي چې بندونو او سیندونو ته نږدې شي او په خپله هم د لامبو پر مهال له پوره احتیاطه کار واخلي.