سیاست

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مرستیال وټاکل شو

انځور په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرون په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د دغې اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې د مرستیال په توګه وټاکه.

په‌دې غونډه کې د بنګله دېش دایمي استازی، خلیل‌الرحمن، د دې دورې د مشر (رئیس) په توګه وټاکل شو او ورسره جوخت د عمومي اسمبلۍ د اصلي کمېټو د رئیسانو ډله هم وټاکل شوه.

نصیر احمد فایق په یوې بیانیه کې ویلي چې افغانستان خوښ دی چې د دې ناستې د یو مرستیال په توګه غوره شوی او هیله لري چې له نوي رئیس او نورو غړو هېوادونو سره په نږدې همکارۍ کې د مجمع د اهدافو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

د هغو پایلو پر بنسټ چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو لخوا اعلان شوې، د بنګله دېش نوماند خلیل‌الرحمن د ۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره د قبرس کاندید اندرياس اس. کاکوريس ته، چې ۹۱ رایې یې وړې وې، ماتې ورکړه.

دا رایه اچونه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په پټه توګه ترسره شوه، چې په ټولیزه توګه پکې ۱۹۰ رایې وکارول شوې او هېڅ ممتنع رایه پکې ثبت نشوه.

نوی رئیس خلیل‌الرحمن به د جرمني د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې، انالینا بربوک، ځای ناستی شي چې اوس مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې مشري پر غاړه لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئیس د دغه ۱۹۳ غړي لرونکي بنسټ د غونډو مشري کوي او د نړیوالو مسایلو په بحثونو کې رول لري، خو دا منصب په سازمان کې اجرایوي صلاحیت نلري.

د خلیل‌الرحمن او د ده د نوي ټیم یو کلنه کاري دوره به د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې ناستې په پیل کېدو سره په رسمي ډول پیل شي.