سوداګري

پاکستاني رسنۍ: طالبانو د خیبرپښتونخوا له حکومته د ټرانزیټي مالیې د لغوه کېدو غوښتنه کړې

Photo from archive.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو غوښتنه کړې څو د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي موټرو پر مالونو د خیبرپښتونخوا د انکشافي زیربنا مالیه لغوه شي.

د پاکستان «ده نیشن» ورځپاڼې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین له قوله لیکلي، چې د خیبرپښتونخوا له خوا د یو سلنه انکشافي زیربنا مالیه د افغانستان د سوداګرو لپاره د پاکستان له لارې ترانزیتي لګښتونه لوړ کړي، او باید دا مالیه لرې شي.

د پاکستان حکومت د طالبانو پلاوي ته ویلي چې د سوداګرۍ وزارت دا موضوع د خیبرپښتونخوا له ایالتي حکومت سره شریکه کړې ده. پاکستان دا مهال د افغانستان د صادراتي او وارداتي مالونو وړونکو موټرو څخه دوه سلنه زیربنايي مالیه اخلي.

تر دې وړاندې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو ګډې خونې ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲.۵ ميليارده ډالرو څخه، په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ ميليارده ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دې خونې په باور، دغه کموالی د ثابتو سوداګریزو تګلارو نشتوالی، بانکي خنډونه او پر سوداګرو اداري فشارونه لامل شوي دي.

جنید مکدا، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، د دې خونې د وروستۍ لیک له مخې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته استول شوې، ویلي: د مشخص سوداګریز چوکاټ نشتوالی او د پاکستان د مرکزي بانک له لوري ناکافي همکاري د سوداګرو ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړې او پانګونه یې کمه کړې ده.