په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی، د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه یوه مشکوکه پرېکړه بولي او وایي، دغې مسئلې او د آلمان له لوري د طالبانو د دوه قنسولي استازو منل، ډيپلوماتیکې ستونزې پیدا کړي او د افغانستان پر خلکو یې ناوړه اغېزه کړې ده.
په جنیوا کې د افغانستان د استازولۍ په شپږ میاشتني راپور کې راغلي، چې افغانستان د یوې داسې ډلې لخوا برمته نیول شوی، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې د افغانستان ژمنو او همداراز د بشري حقونو اعلامیې ته درناوی نه لري.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې د افغانستان په تړاو وروستي تحولات د خلکو په زیان تمامېدای شي.
په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو د راپور په وړاندې کولو سره، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض له پېښو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تېر شپږ میاشتې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو لپاره له لاسته راوړنو او ننګونو ډکې میاشتې وې.
نصیر احمد اندېشه، د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه او د آلمان په برلین او بن ښارونو کې د دوه طالب قنسولي استازو منل، یوه ډيپلوماتیکه ننګونه بولي، چې د نوموړي په باور د افغانستان پر خلکو او ډیپلوماتیک وضعیت به ناوړه پایلې ولري. په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی همداراز د دغو مسئلو په غبرګون کې وایي، چې د افغانستان د خلکو مبارزه به دوام ولري.
په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی، نصیر احمد اندېشه، وايي: «د روسیې له لوري د طالبانو مرموزه او یو اړخیزه رسمیت پېژندنه او په دې وروستیو کې د زرګونو افغانانو د شړلو په بدل کې، د آلمان له لوري د طالبانو دوه قنسولي استازو منل، یوه ډیپلوماتیکه ننګونه ده چې د افغانستان پر خلکو، کډوالو او ډیپلوماتیک وضعیت ناوړه اغېزه لري. زموږ او ستاسو هڅې، د افغانستان د خلکو او مدني او ډيموکراتیکو ځواکونو هڅې به دوام ومومي او راتلونکي میاشتې، اګسټ او سپټمبر کې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به هم وي او همداراز په نورو ناستو کې، فکر کوم د افغانستان په سیاسي فضا کې به جدي ډيپلوماتیک بدلون راشي.»
په ورانه میلادي میاشت کې، روسیه یوازنی هېواد شو، چې د طالبانو د رسمیت پېژندې لپاره مخکښ شو. له دې پېښې وروسته آلمان هم په برلین او بن ښارونو کې د طالبانو د دوه قنسولي استازو د منلو خبره وکړه. په وروستي مورد کې هم د ایران ولسمشر کابل ته د خپل سفر له چمتووالي خبر ورکړی دی.
د دغه سفر موخه هم د دوه ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوي باب پرانیستل بلل شوی دی. خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې د افغانستان په اړه دا ډول تحولات، د افغانستان د خلکو په زیان تمامېدلی شي.
د سیاسي چارو شنونکی
بلخوا، په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی همداراز وایي، چې افغانستان د طالبانو له لوري برمته نیول شوی دی.
په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی، نصیر احمد اندېشه، وايي: «افغانستان د یوه ځانګړي شاتګپالې ډلې لهخوا برمته شوی. داسې ډله چې نه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوې، نه د افغانستان د خلکو بنسټیزو حقونو ته درناوی لري، نه د اقوامو او ښځو مشارکت ته پام کوي او نه هم د ملګرو ملتونو د منشور او د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې په ګډون نړیواله ژمنو ته وفادار پاتې دی چې افغانستان یې هم برخه ده.»
د جمهوریت له راپرځېدو وروسته او په تېرو نږدې څلورو کلونو کې، له روسيې پرته تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو رسمیت پېژندنې ته زړه نه دی ښه کړی، خو روسیې ته متحده هېوادونو بیا له طالبانو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي. طالبانو د دغو اړیکو په غبرګون کې، تر اوسه د ښځو د حقونو او د ټول ګډوني حکومت د رامنځته کولو په برخه کې چې د دغو هېوادونو له غوښتنو ده، هېڅ داسې کوم ګام نه دی پورته کړی.
