لویدیځه اسیا

د سیستان او بلوچستان د عدلیې پر ودانۍ وسله‌والو برید کړی

د ایران د قضايي قوې د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن سهار (شنبه، د زمري ۴مه) ناپېژانده وسله‌والو د سیستان او بلوچستان ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید کړی، خو اوس د ودانۍ دننه نښته پای ته رسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، برید کوونکو د دغه ولایت د عدلیې پر ودانۍ یرغل کړی و او د راپورونو له مخې، نښته پای ته رسېدلې ده.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې په دې برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او د بیړنیو خدماتو ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، یو شمېر ټپیان د مرستندویو ځواکونو په مرسته له ودانۍ ایستل شوي او د امبولانسونو له لارې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د عدلیې مراجعین او کارکوونکي هم د امنیتي او پولیسو ځواکونو په همکارۍ له ودانۍ ایستل کېږي.

امنیتي او پولیس ځواکونه د عدلیې ودانۍ شاوخوا ځای پر ځای شوي او ځینې‌یې ودانۍ ته هم ننوتي دي.

تر اوسه د ټپیانو یا احتمالي تلفاتو دقیق شمېر نه دی خپور شوی.

د حال‌وش په نوم و بشري حقونو یوه بنسټ د جیش‌العدل ډلې د خبرپاڼې له قوله راپور ورکړی، چې دغه ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.