د آمو پښتو خبرونه

دریځ: اختریزو پیغامونو کې د بښنې او جګړې شعارونه، ولس څه غواړي؟

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده، د اختر د لمانځه پر مهال په خپله وینا کې، د دې ډلې له مخالفینو وغوښتل چې خپل مخالفت پای ته ورسوي او هېواد ته بېرته راستانه شي.

د طالبانو مشر په افغانستان کې د کورنیو جګړو د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له سیاسي او پوځي مخالفینو یې وغوښتل، چې د طالبانو حکومت ومني او له ده سره بیعت وکړي.

هبت‌الله اخندزاده مني چې د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د شل کلنې جګړې پر مهال یې د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي وژلي دي.

بل لور ته، یو شمېر افغانان وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند ورځ تر بلې سختېږي او د زندان بڼه یې خپله کړې ده.