د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۵ – د ۸ بجو خبرونه

طالبانو او روسیې، د پوځي او تخنیکي همکاریو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه‌لیک د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې د طالبانو د دفاع وزیر او د روسیې د امنیت شورا د منشي په حضور کې لاسلیک شو، خو تر اوسه یې د جزییاتو په اړه دواړو لوریو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې طالبان د هغو ډلو په ځپلو کې لاسته راوړنې لري چې دوی یې فتنه‌ګرې ډلې بولي.

هم‌مهاله، د روسیې د امنیت شورا منشي ټینګار وکړ چې مسکو په هېڅ ډول پلمې سره په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي اډو او بنسټونو بېرته راګرځېدل نه مني.