لویدیځه اسیا

د سولې له خبرو سره هم‌مهاله، امریکا پر ایران نوي بریدونه کړي دي

انځور- پر ایران د امریکا او اسرائیلوبرید، ارشیف څخه

د امریکا پوځي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د ایران په سویل کې د ماین اېښودونکو کښتیو او د توغندیو د توغولو پر ځایونو نوي بریدونه کړي او دا کار یې دفاعي اقدام بللی دی.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر او لوړپوړی مذاکره کونکی د امریکا او ایران ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په موخه پخپلو کې د خبرو لپاره په دوحه کې دي.

بلخوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروث سوشل لیکلي چې له ایران سره خبرې «په ښه توګه» روانې دي، خو خبرداری یې ورکړی چې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې به نوي بریدونه وشي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وویل چې دا بریدونه یې د خپلو ځواکونو د ساتنې او د تهدیدونو د مخنیوي لپاره کړي دي.

په ورته وخت کې، د اسراییلو لومړي وزیر بینجمن نتانیاهو ویلي چې په لبنان کې به پر حزب الله ډلې بریدونه نور هم سخت کړي او ورپسې د اسراییل پوځ د لبنان په بقاع دره کې پر دغې ډلې نوي بریدونه پیل کړل.

سرچینې وایي په دوحه کې د ایراني او امریکایي چارواکو خبرې په لومړي پړاو کې د هرمز تنګي پر پرانیستلو، د بډایه شویو یورانیمو پر برخلیک او په بهرنیو بانکونو کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو پر سر راڅرخېدې.

ټرمپ پخپل پیغام کې پر سعودي عربستان او قطر غږ کړی چې سمدستي د ابراهیم د سولې تړونونه (له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو هوکړه) لاسلیک کړي او له پاکستان، مصر، اردن او ترکیې څخه یې هم غوښتي چې دا چاره په لازمي توګه تعقیب کړي.

خو رویټرز وايي یوې باوري پاکستانۍ سرچینې ورته ویلي چې دا د ایران له ډیپلوماسۍ څخه د ابراهیم تړونونو د پراخولو لپاره ګټه اخیستنه ده، خو دا دوه موضوعګانې سره هیڅ تړلې ندي او نشي کېدای.

د جاپان د نیکي (Nikkei) ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا او ایران پر داسې یو پلان بحث کوي چې له هوکړې ۳۰ ورځې وروسته به هرمز تنګی پرانیستل شي او په دغه موده کې به ایران د تنګي ماینونه پاکوي ترڅو کښتۍ په وړیا او خوندي توګه تګ راتګ وکړای شي.

د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په‌دې لاره کې د کښتیو تګ راتګ خورا کم شوی چې د تېلو او خوراکي توکو د بیو د لوړوالي لامل شوی دی.

د دوشنبې په ورځ د نفتو بیه د احتمالي هوکړې له امله ۴ سلنه نوره هم راکښته شوې ده.