افغانستان

ځانګړی راپور: هرات کې کارګر ماشومان؛ د فقر، روږدي کېدو او بې‌سوادۍ ترمنځ

انځور- هرات کې کارګر ماشومان

د «آمو» ټلویزیون یو نوی اختصاصي راپور ښيي چې په هرات ولایت کې په سلګونو ماشومان په خورا سختو او ناامنو شرایطو کې د شاقه (درنو) کارونو په کولو بوخت دي.

دا ماشومان وایي چې هره ورځ له جدي خطرونو لکه په نشه یي توکو روږدي کېدو، جنسي او رواني ګټې اخیستنې (سوءاستفاده) او د زده کړو له بشپړ محرومیت سره لاس او ګرېوان دي.

د دغه راپور له مخې، د هرات ښار په مرکز کې د طالبانو د والي دفتر ته څېرمه واقع “کلتوري پارک” (پارک فرهنگ) اوس د سړک غاړې د کارګرو ماشومانو په یو اصلي مرکز بدل شوی دی.

یو شمېر دغه ماشومان وایي چې د کار په چاپیریال کې په دوامداره توګه له نشه‌يي توکو او معتادینو سره مخ کېږي.

د غلام رسول په نوم یو کارګر ماشوم آمو ته ویلي: «موږ د کار لپاره پارک ته ځو، خو هلته معتادین ناست وي. دا زموږ حق ندی چې په‌داسې شرایطو کې کار وکړو؛ موږ باید د زده کړې زمینه ولرو ترڅو خپل راتلونکی جوړ کړو.»

د هرات د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو پخواني مدیر محمد نعیم غیور هم تایید کړې چې په هرات کې د کارګرو ماشومانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی او هغوی د فزیکي او رواني تاوتریخوالي او معتاد کېدو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

ماشومان وایي اقتصادي فشارونو اړ کړي چې د ښوونځي پر ځای کار ته مخه کړي.

د نبي په نوم بل ماشوم وایي: «هیڅوک زموږ لاسنیوی نه کوي؛ بازار کې بوټان رنګوم، د ورځې ۵ یا ۱۰ افغانۍ ګټم او کور ته یې وړم.»

فرهاد، بل کارګر ماشوم، وایي چې د عید په ورځو کې هم د اغوستلو لپاره مناسبې جامې او بوټان نلري.

بلخوا، د کډوالو په ښارګوټو کې د آمو ټلویزیون موندنې ښيي چې د ښوونځیو نشتوالی او فقر د دې لامل شوی چې ماشومان په غرونو کې د خاشاکو او خځلو ټولولو ته مخه کړي.

مولاداد او غلام سخي وایي چې په سیمه کې یې مکتب نشته او د سواندو ټولولو لپاره هره ورځ دوه ساعته مزل کوي ترڅو غره ته ورسیږي.

د کار او ټولنیزو چارو پخوانی وزیر بشیر احمد ته‌ینج وایي چې د بېکارۍ او فقر پراخېدل او پر معارف د محدودیتونه لګېدل د دې لامل شوي چې زیات شمېر تنکي ځوانان بازارونو ته مخه کړي.

محلي سرچینې زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ټولنیزو ملاتړونو د نشتوالي له امله دا ستونزه نوره هم لویه شوې ده.