لویدیځه اسیا

امريکا پر ايران د نويو پوځي بريدونو لپاره چمتووالی نیسي

انځور له ارشیف څخه

سي بي ایس نیوز اژانس راپور ورکړی چې باوري سرچینو ورته ویلي دی چې د ډونالډ ټرمپ اداره د جمعې په ورځ پر ايران د نويو پوځي بريدونو د پيلولو لپاره چمتو کېدله، که څه هم ډیپلوماټیکې هڅې لا هم روانې دي.

دغه سرچینې چې د پلان جوړونې په اړه مستقیم معلومات لري ویلي چې د جمعې تر غرمې وروسته پورې د بريدونو په اړه وروستۍ پرېکړه نده شوې.

ولسمشر ټرمپ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي، «د حکومت د ځانګړو کارونو» له امله نشي کولای په روانه اونۍ کې د خپل زوی ډونالډ ټرمپ جونیئر د واده په مراسمو کې ګډون وکړي.

ولسمشر پلان درلود چې د مېموریل ډې (د قربانیانو د یادښت ورځې) د رخصتیو اوږده اونۍ په نیوجرسي کې په خپل ګولف میدان کې تېره کړي، خو اوس به بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

سرچینو ویلي، د امریکا د پوځ او استخباراتي ټولنې یو شمېر غړو د احتمالي بریدونو له امله د خپلې رخصتۍ پروګرامونه منسوخ کړي دي.

د دفاع او استخباراتو چارواکو په بهرنیو هېوادونو کې د امریکایي اډو د کارکوونکو لیستونه نوي کړي دي؛ دا په‌دې خاطر چې له منځني ختیځ څخه د ځواکونو د لېږد پر مهال هلته د ایران د احتمالي غبرګون او غچ اخیستنې په صورت کې د امریکایي سرتېرو خوندیتوب مصؤن شي.

امریکا او ایران د اپرېل د میاشتې له پیل راهیسې، د لنډمهالي اوربند له برکته تر ډېره پر یو بل له بریدونو ډډه کړې ده، ترڅو د یوې اوږدمهالې هوکړې لپاره غیرمستقیمو خبرو ته وخت ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کلي سي بي ایس نیوز ته ویلي، ټرمپ خپلې سرې کرښې په پوره توګه روښانه کړې دي: «ایران هیڅکله نشي کولای اتومي وسلې ولري، او هغوی نشي کولای خپل غني شوي یورانیم له ځان سره وساتي.»

هغې زیاته کړې: «ولسمشر تل ټول انتخابونه په پام کې لري او دا د پنټاګون دنده ده چې د سرقوماندان (ټرمپ) هر ډول پرېکړې پلي کولو ته چمتو اوسي.»

بلخوا د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې د امریکا یا اسرائیلو لخوا هر ډول نوي بریدونه به جګړه له منځني ختیځ څخه بهر وغځوي او په داسې ځایونو کې به «سخت ګوزارونه» وکړي چې د دښمن فکر ورته هم نه رسېږي.

دمګړۍ تهران د امریکا هغه وروستی وړاندیز څېړي چې د نږدې درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ورسپارل شوی دی؛ دغې جګړې د انرژۍ نړیوال بازارونه لړزولي او د تېلو بیې یې خورا لوړې کړې دي.

د باوري سرچینو په وینا، دا وړاندیز د چهارشنبې په ورځ ایران ته لېږدول شوی او ورته خبرداری ورکړل شوی چې د دې “وروستي وړاندیز” ردول به د جګړې او پوځي بریدونو د بیا پیلولو په مانا وي.

ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: «ایران د یوې معاملې د کولو لپاره مړ دی، راځئ وګورو څه پېښېږي.»

ولسمشر د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې تهران ته “یو څو ورځې” وخت ورکوي ترڅو د امریکا وړاندیز ته ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه چې د ده ډله د ایران د مرکچیانو له کاره “تر ډېره اغېزمنه” شوې، خو واشنګټن داسې تضمینونو ته اړتیا لري چې د جګړې د بیا نښتلو مخه ونیسي.

تمه کېږي چې د ایران ځواب به ډېر ژر د پاکستان له لارې، چې د منځګړي په توګه کار کوي، امریکا ته وسپارل شي.

هند ته له الوتلو وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د پاکستان د فیلډ مارشال (پوځ مشر) له لارې د ایران ځواب ته په تمه دی.

روبیو ادعا وکړه چې ټرمپ د بریدونو په پرتله ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي او په خبرو کې یو څه پرمختګ هم شوی دی، خو لا هم ډېر کار پاتې دی.

روبیو دغه راز په سویډن کې د ناټو له غړو سره په لیدنو کې د پوځي ځواک له لارې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل، که ایران پخپله د دې لارې پرانیستلو ته غاړه کښېنږدي، نو دا به د امریکا “دویم پلان” (Plan B) وي.

په‌دې لړ کې په واشنګټن کې، د استازو خونې جمهوري غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ هغه هڅه پرېښوده چې غوښتل یې د ایران پر وړاندې د ټرمپ د پوځي صلاحیتونو د محدودولو پر پرېکړه لیک رایه اچونه وکړي؛ ځکه هغوی پايلې ته ورسېدل چې د دې طرحې د پرمختګ د مخنیوي لپاره پوره رایې نلري.