لویدیځه اسیا

حامد کرزی: د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا برید د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کوي

عکس حامد کرزی رئيس جمهور پیشین افغانستان. آرشیف

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تأسیساتو د برید په غبرګون کې، په خپل اېکس پاڼه کې ویلي، چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور له اهدافو او اصولو سره په ټکر کې دی، «د سولې غوښتنې له روحيې سره مغایرت لري، د سیمې د جګړې د پراخېدو لامل کېږي او نړیوال امن او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.»

نوموړي د دغه برید له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي، باید د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپرېدو د هوکړه‌لیک او نړیوالو قوانینو پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

ښاغلي کرزي د ایران له ولس سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند اختلافات باید پرته له زوره، د منلو وړ لارو او د نړېوالو مسؤولو ادارو له خوا تعقیب او حل شي.

نوموړي زیاته کړې ده: «مناسبه دا ده چې د امریکا حکومت هم د دغې مسئلې د حل لپاره له ډیپلوماسۍ او سوله‌ ییزو لارو چارو څخه کار واخلي.»