باوري سرچینې آمو ته تاییدوي چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده نږدې کسانو د هغه ۱۴ کسیز پلاوي د سفر مخه نیولې، چې ټاکل شوې وه د «افغانستان د راتلونکي فکر مجمع» په غونډه کې د ګډون په موخه، دوحې ته ولاړ شي.
د سرچینو په وینا، د څوارلسو کسانو له ډلې دوه تنه یې ښځې وې.
د دوی په خبره، د دغو کسانو د سفر د مخنیوي لامل، د حقاني شبکې او د طالبانو د مشر، هبتالله اخندزاده ته د نږدې کسانو ترمنځ اختلافات دي.
سرچینې زیاتوي چې د دې پلاوي یو شمېر کسان د «فلای دوبۍ» له الوتکې را ښکته کړل شوې دي او یو شمېر نور یې چې د «العربیه» الوتنې له لارې دوحې ته د تګ تکل یې درلوده، الوتکې ته د ختلو اجازه یې هم نده موندلې.
د سرچینو په وینا، په دې ۱۴ کسانو کې دوه ښځې هم شاملې وې.
فیض محمد زلاند، عزیز احمد حنیف، نظر محمد مطمئن، انجیلا احمدي او مدینه محبوبې هغه کسان دي، چې له سفره منع شوي، خو جعفر مهدوي یوازینی کس و، چې توانېدلی دوحې ته سفر وکړي.
د باخبره سرچینو په خبره، د دې ۱۴ کسیزې ډلې د سفر د مخنیوي اصلي لامل د هبتالله اخندزاده او سراجالدین حقاني ترمنځ اختلافات دي.
سرچینه وایي: «د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده ته نږدې کسانو، د ۱۴ کسیز پلاوي د سفر مخه نیولې چې ټاکل شوې وه دوحه کې د افغانستان راتلونکي فکر مجمع غونډه کې ګډون وکړي. د دوی د سفر د مخنیوي لامل د ښځو ګډون او همداراز د حقاني شبکې او د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده د نږدې کسانو ترمنځ اختلاف بلل شوی دی.»
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له سختو نیوکو او متحده عربي اماراتو ته د نوموړي له پټ سفر وروسته، سرچینې وايي چې هبت الله آخندزاده د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خپلو ځای پر ځای شویو قطعاتو ته امر کړی چې هېڅ طالب چارواکی د نوموړي له اجازې پرته، بهر ته د تګ اجازه نه لري.
و مو غوښتل چې دوحې ته د ۱۴ کسیزې ډلې د سفر د مخنیوي په اړه د طالبانو رسمي دریځ وپوښتو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې طالب ویاندویانو د آمو اړیکو ته ځواب ورنکړ.
د افغانستان د راتلونکي فکر مجمع د پخواني دولت د کارکوونکو، د مدني ټولنو د فعالینو او د علمي څېرو دېرش کسیزه ټولنه ده. دغه مجمع په افغانستان کې د ننګونو او فرصتونو د ارزونې په موخه جوړه شوې چې د خپلو بحثونو او وړاندېزونو پایلې له نړیوالې ټولنې او طالبانو سره شریکوي.
دغې مجمعې تر اوسه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلې ناستې جوړې کړې دي.