د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ښايي له واک ته رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه په ایرفورس ون کې خبریالانو ته وویل، که څه هم د امریکا ولسمشران په دودیز ډول په خپل لومړی بهرنی سفر کې برېټانيا ته ورځی؛ خو سعودي عربستان د خپل لومړي بهرني سفر لپاره یو غوراوى کېدی شي.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې هغه تېر ځل سعودي عربستان ته د دې لپاره سفر کړى و، چې د دې هېواد پاچاهۍ د امریکا څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د توکو د پېرلو هوکړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر وایي: «که هغه وړاندیز سم وي، بیا به هم دا کار وکړم.»
ډونلډ ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۰مه) د خپلې لوړې مراسم ترسره کړل او سپینې ماڼۍ ته ننوتلو سره سم يې ځینې جنجالي اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.
له دغو فرمانونو څخه یو د بهرنیو او پراختیایي مرستو پراخه بندیز و، چې په امریکا دننه او په نړیواله کچه يې غبرګونونه را وپارولي دي.