د ترکیې د کارتالکایای د بولو په غرونو کې د ګرانډ کارتال هوټل د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۶ تنو ته لوړ شوی دی.
رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي چې په دې پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
اورلګېدنه د سه شنبې په سهار شاوخوا درې بجې پیل شوه او د یرلیکایای ترکي چارواکو په وینا په دغه هوټل کې ۲۳۸ مېلمانه اوسېدل.
له دې پېښې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې ملي ماتم اعلان کړى دى.
مولود اوزر، چې د ترکیې په شمال لوېدیځ کې د کارتالکایا د پيست سکي کې د دې پېښې شاهد و، وايي: « دا پېښه د قیامت په څېر وه. د اور لمبو سمدستي په نیم ساعت کې ټول هوټل ته خپرې شوې.»
یو بل عیني شاهد او ګرانډ کارتال ته نږدې د یوه هوټل کارکوونکی عمر ساکراک وايي: «ټولو خلکو له وېرې په تېښته پیل وکړ. یو ملګري له ١١ پوړ څخه ټوپ کړ {او مړ شو}. خدای دې وبښي.»
هغه رویټرز ته وویل: «دوی هڅه وکړه چې د څادر په کارولو له بستره راښکته شي. څادر د یوه ملګري په هلو ځلو پرې شول او له بده مرغه پر سر يې ولوېدل. یو پلار د خپل یو کلن ماشوم په اړه چیغې وهلې چې زه خپل ماشوم غورځوم که نه سوځي.»
د هوټل مېلمنو ټلوېزيوني خپرونکو ته وویل چې دوی له لوګي ډک دهلیزونو څخه تښتیدلي؛ خو هیڅ زنګ غږ يې نه دى اورېدلى.