د حماس او اسراٸيلو ترمنځ اوربند، چې ټاکل شوې وه د یکشنبې په سهار نافذ شي، د یرغمل شویو بندیانو د نوملړ پر سر د اختلافاتو له امله وځنډول شو.
د رویټرز په وینا، د دغه اوربند په ځنډولو سره د اسرائیلو پوځ د غزې ځینې برخې په نښه کړي دي.
د اسراٸيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو له حماس څخه غوښتي دي چې د يرغمل شويو کسانو نوملړ چې ټاکل شوې ده، وړاندې کړي.
په مقابل کې، حماس «تخنیکي دلایلو» ته اشارې ويلي، چې د نوملړ د چمتو کولو توان نه لري، چې دغه د اسراٸيلو د هوایي بریدونو د دوام لامل شو.
د اسرائيلو د پوځ وياند دانیال هګاري د سهار په ٦:٣٠ بجو په یوه خبرپاڼه کې، د اوربند ځنډېدل تایید کړل.
هغه وویل:«حماس خپل مسٶلیتونه نه دي پوره کړي. لومړي وزیر د حکم له مخې، تر هغه چې حماس خپل مسوولیتونه نه وي پوره کړي، اوربند نه عملي کېږي.»
دغه اوربند ته د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه مهم ګام په توګه کتل کېږي چې سیمه یې ژوره بې ثباته کړې ده. په همدې حال کې، د اسراٸيلو دوامداره هوایي بریدونه د دې هوکړې کمزوري څرګندوي.
هګاري ټینګار وکړ: «تر څو چې حماس د خپلو ژمنو له عملي کولو ډډه کوي، پوځ به په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.»
دغه جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوې وه، زرګونه کسان یې وژلي او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې بې ځایه کړي دي. په دې سیمه کې بشري ناورین لا هم په پراخېدو دى.
دواړه لوري د اوربند د عملي کېدو په اړه خوشبینه وو. په دې تړون کې غزې ته د بشري مرستو د رسولو په بدل کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول شامل وو. خو اوسنی ځنډ په کړکېچنه جګړه کې د سولې د خبرو پېچلتیاوې په ګوته کوي.
د اوربند په تطبیق کې ځنډ د یوې تلپاتې حل لارې د ترلاسه کولو هیلې کمې کړې دي. نړیوالو څارونکو له دواړو خواوو غوښتي چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او د روان بشري ناورین د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.