د نایجریا چارواکو اعلان کړی چې د تېلو د ټانکر د چپه کېدو وروسته د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.
دا پیښه د شنبې په شپه د مرغومي په ٢٩مه د نایجریا په شمال کې د نایجر په ایالت کې رامنځته شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې د نایجریا د بېړنیو حالاتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: تر دې دمه تر ۷۰ زیات جسدونه موندل شوي، ۵۶ تنه ټپیان شوي او تر ۱۵ زیات دوکانونه ویجاړ شوي دي.
دغه اداره زياتوي، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي او د درملنې لپاره يې هڅې روانې دي.
یوه عیني شاهد دغه خبري اژانس ته ویلي چې د نایجریا اوسېدونکي او چارواکي د قربانیانو د ښخولو لپاره قبرونه کني. نایجیریا په افریقا کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی مسلمان هېواد دی.
تر دې مخکې په نایجر ایالت کې د سړک د خوندیتوب د فدرالي څانګې قوماندان کومار تسوکوام ویلي وو چې د پېښې ډېری قربانیان بې وزله ځايي اوسېدونکي دي چې د لارۍ له غورځېدو وروسته د تویېدلو تېلو د راټولولو لپاره راټول شوي وو.
په نایجریا کې د سړک د خوندیتوب فدرالي څانګې قوماندان ويلي: «د مخنيوي لپاره د همغږو هڅو سربېره لوی شمېر خلک د تېلو راټولولو لپاره راټول شوي وو، اور وژونکي په دې توانېدلي چې اور ووژني»
دا ډول پېښې په نایجریا کې چې د افریقا ترټولو لوی تېل تولیدونکى هېواد دى، معمول ګرځېدلي او په لسګونه خلک چې د ژوند ترټولو بدترین بحران سره لاس او ګرېوان دي، وژني.
په نایجریا کې د ګازو بیه له وخت راهيسې چې ولسمشر بولا ټینوبو په ٢٠٢٣کال کې د واک ترلاسه کولو د لسیزو زاړه سبسایډي لغوه کړه، له ۴٠٠ سلنې څخه زیاته شوې ده.
د نایجر ایالت د والي ویاند بولوګي ابراهیم وايي چې اوسېددونکي باید د ټانکرونو د ټکر په وخت کې خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي ، په ځانګړي توګه هغه ټانکرونه چې تېل، نفت او ګاز لېږدوي.