نړۍ

رویټرز: د جنوبي کوریا له ګوښه شوي ولسمشر دا مهال تحقيق نه کیږي

د جنوبي کوریا د نېول شوي ولسمشر یون سوک یول مدافع وکیل ویلي، هغه به د جمعې په ورځ (د جدي ۲۸مه) د څارنوالانو د نوو تحقیقاتو په پړاو کې ګډون ونه کړي. ځکه چې چارواکي د نېولو د امر د غځولو یا د ولسمشر د خوشې کولو لپاره له یوه نږدې ضرب‌الاجل سره مخ دي.

د حقوقي چارو کارپوهانو رویټرز ته ویلي، که څارنوالان غواړي یون د اوږدې مودې لپاره په بند کې وساتي، نو دوی باید د جمعې په ورځ له محکمې وغواړي چې د نېولو امر د ۲۰ ورځو لپاره وغځوي.

 یون تر چهارشنبې د سویلي کوریا لومړى ولسمشر و چې د دې ادعاوو په اړه د تحقیقاتو له امله نېول شو، چې آیا هغه د ډسمبر په لومړیو کې لنډمهالې نظامي واکمني اعلان کړې وه که نه. هغه اوس په سیول کې په یوه توقیف ځای کې ساتل کېږي.

که څه هم د یون مدافع وکیلانو د هغه د نېولو قانوني والی تر پوښتنې لاندې راوستی و؛ خو د سیول د مرکزي ولسوالۍ محکمې د پنجشنبې ناوخته دا اعتراض رد کړ او د نېولو قانوني والی یې تایید کړ.