د بشري حقونو د څار بنسټ مشرې خبرداری ورکړی چې راتلونکې اوونۍ سپینې ماڼۍ ته د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ راتګ په کور دننه او بهر آزادي له ګواښ سره مخ کولای شي.
د هغه په وینا د ټرمپ د ولسمشرۍ دوهمه دوره ښايي د لومړۍ دورې په پرتله زیات زیانونه واړوي.
په نیویارک کې د بشري حقونو د څار ادارې اجرایوي مشرې تیرانا حسن دغه څرګندونې د دغه سازمان د کلني راپور د خپرېدو په څنډه کې وکړې چې په څه باندې سلو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت څېړي.
هغې له رویټرز سره په مرکه کې وویل: «د ټرمپ ادارې په خپله لومړۍ دوره کې وښودله چې بشري حقونو ته ژمنه نه ده.»
هغه زیاته کړه: «د ٢٠٢۵کال پروژه او هغه څرګندونې چې موږ د راتلونکي ولسمشر څخه اوریدلي دي د کډوالو د حقونو په وړاندې یو پراخ برید په ګوته کوي.»
آغلې حسن چې يوه اسټرالیايۍ وکیله او د پناه غوښتونکو استازې وه، وویل چې د ټرمپ د ادارې ژبه کولاى شي د نړۍ په کچه دیکتاتوران وهڅوي چې د ځپنې پالیسي غوره کړي.
آغلې حسن د غزې په جګړه کې اسراٸیلو ته د وسلو د لېږلو په اړه چې ښکاره شواهد يې شته چې د جناياتو د ارتکاب لپاره کارول کېږي د ولسمشر جوبایډن پر تګلارو چې د ولسمشرۍ ورستۍ ورځې يې دي، هم نیوکه وکړه.