د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه د خبرو اترو لپاره یو لوړپوړى امنیتي پلاوی قطر ته استولى دى.
د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر له مخې په دغه پلاوي کې د موساد مشر ډیویډ بارنیا، د اسرائیلو د داخلي امنیت د خدماتو مشر رونن بار، شین بټ او د اسرائیلي پوځ د یرغمل نیونې د دفتر مشر نتزان آلون شامل دي.
په همدې حال کې د رویټرز د راپور پر بنسټ، قطر او نور منځګړیتوبونه لکه مصر او متحده ایالات د جنورۍ په شلمه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې د غزې د شخړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره نوې هڅې کوي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په غزه کې د حماس سره د امريکا د اتباعو په ګډون ٩٨ اسراٸيليان يرغمل پاتې دي.
تر دې مخکې د منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ استازي سټیو ویټکاف د جمعې په ورځ د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره له کتنې وروسته د شنبې په ورځ له نتانیاهو سره ليدلي دي.
اسرائیلي او فلسطیني چارواکو له تېرې پنجشنبې راهیسې ویلي چې د اسرائیلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ په غیر مستقیمو خبرو کې پرمختګ شوی دی. خو دوی نور جزیات نه دي ورکړي.
دا څرګنده نه ده چې اړخونه او منځګړیتوب به څنګه د خبرو اترو په پخوانیو پړاوونو کې یوه لویه تشه ډکه کړي. خو حماس غواړي چې جګړه پای ته ورسېږي، په داسې حال کې چې اسراییل وايي تر هغه به جګړه پای ته ونه رسوي تر څو چې حماس په غزه واکمن وي او اسراییلو ته ګواښ وي.
اسراٸیلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د غزې پر پولو د حماس د جنګیالیو تر برید وروسته پر غزې خپل بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه په کې تر ۴۶ زره زیات کسان وژل شوي دي.