نړۍ

نتانیاهو د موساد مشر د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته واستاوه

د اسرائیلو د لومړي وزير دفتر اعلان کړی چې بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د استخباراتو د ادارې یا موساد مشر قطر ته وااستاوه؛ څو د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو لپاره خبرې اترې پرمخ يوسي.

د اسراٸيلو لومړي وزیر په داسې حال کې قطر ته یو پلاوی استولی چې د منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ استازي سټیو ویټکاف په غزه کې د اوربند د ټینګولو د هڅو په لړ کې له بنیامین نتانیاهو سره ليدلي دي.

د رویټرز په وینا، د نتانیاهو د دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «له ليدنې وروسته، نتانیاهو د اسراٸیلو د موساد استخباراتي ادارې د مشر په ګډون یو لوړ پوړی پلاوی قطر ته واستاوه چې په غزه کې د حماس د یرغمل شویو کسانو د بېرته راستنولو لپاره خبرې اترې پرمخ بوځي.»

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي دي چې په غزه کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د مصر، قطر او متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اسرائیلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس تر منځ په «غیر مستقیمو» خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ياد خبري اژانس ليکلي، چې منځګړي په سیمه کې د جګړې د بندولو لپاره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره نوې هڅې کوي تر څو ټرمپ د دې میاشتې تر شلمې نېټې د ولسمشر تر لوړې مخکې پاتې اسراٸیلي یرغمل شوي خوشې کړي.

په دې تړون کې د یو شمېر هغو فلسطیني بندیانو خوشې کول هم شامل دي چې د اسرائیلو په زندانونو کې ساتل کېږي.

د اسراٸيلي یرغمل شویو کورنیو د چارواکو د لېږلو په اړه د نتانیاهو د پرېکړې هرکلی کړى، او د یرغمل شویو او ورک شویو کسانو د کورنیو د ټولنې مرکزي دفتر دا یو «تاریخي فرصت» بللى دى.

په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړى چې سټیو ویټکاف د جمعې په ورځ دوحې ته رسېدلى او د دې هېواد له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره یې کتلي دي.

د مصر امنیتي سرچینو همداراز ویلي، چې مصري او قطري منځګړو له ویټکاف څخه ډاډ ترلاسه کړی، چې متحده ایالات به د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره یوې عادلانه هوکړې ته د رسېدو لپاره کار ته دوام ورکړي. خو دغو سرچینو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.