نړۍ

په لوېدیځه غاړه کې د اسراٸيلو په برید کې اته تنه ووژل شول

انځور له رویټرز

فلسطیني او اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې د مرغومي په څلورمه نېټه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې تولکرم ښار ته څېرمه د کډوالو پر یوه کمپ د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه اته فلسطینیان ووژل شول.

رویټرز خبر ورکړی چې ۵۳ کلنه فلسطینۍ مېرمن خاولا عبده نن سهار وختي د اسرائیلي ځواکونو له خوا ووژل شوه او ۱۸ کلن فتحي سعید عوده سالم په نس او ټټر په مرميو ویشتل شوى او مړى شوى دى.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې ددې ورځې په ماسپښین کې یوه بله فلسطیني ښځه په برید کې ټپي شوې چې له امله يې مړه شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ د غزې د روغتیا وزارت د اسراٸيلي ځواکونو لخوا په تولکرم کې د ډزو د نوي پړاو نه وروسته د مړو شمېر اعلان کړ.

له بل پلوه د حماس د وسله والې ډلې القسام څانګې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړى چې د دوی دوه غړي په تولکرم کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په تولکرم کې یې د «ترهګرۍ ضد»عملیاتو کې یو فلسطینی وژلی دی. په داسې حال کې چې د دوی ځواکونو ۱۸ نور مطلوب کسان نیولي او لسګونه میله وسلې یې ترلاسه کړې دي.

د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې د دوی یو قومندان د تولکرم په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د هغه په ​​موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله ټپي شوى دى.