د سوریې نوي حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد اوسنی مشر احمد شرع د سه شنبې په ورځ د پخوانیو یاغیانو د ډلو له مشرانو سره یوې هوکړه ته رسېدلی چې له مخې به یې ټولې ډلې منحل او د سوریې د حکومت تر څارنې لاندې د دفاع وزارت کې راټولې شي.
خو رویټرز لیکي، د سوریې اوسنی مشر احمد شرع به د ګڼو ډلو تر منځ د جګړې د مخنیوي لپاره له سختو ننګوونو سره مخ شي.
د سوریې لومړي وزیر محمد البشیر تېره اونۍ ويلي و چې د هېواد د دفاع وزارت به له پخوانیو یاغیانو او افسرانو څخه جوړ شي چې د بشار الاسد له اردو څخه وتلي وو.
د يادونې وړ ده چې د سوريې نويو واکمنانو په موقت حکومت کې د دفاع د وزير په توګه مرحف ابو قصري چې د ياغيانو له مشهورو څېرو څخه و، ټاکلى دى.
د سوریې په تاریخي توکمیزو او مذهبي لږکیو کې مسلمان کردان او شیعه ګان شامل دي، په ځانګړې توګه بیا سوریایي، یوناني او ارمنیايي ارتودوکس عیسویان او د دروز ټولنه، چې د کورنۍ جګړې په جریان کې وېره درلوده چې راتلونکی اسلامپاله واکمني به د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي، چې د رویټرز په وینا دا وېره لا تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
په ورته وخت کې احمد شرع لوېديځي چارواکو ته چې له ده سره یې لیدلي ویلي چې د التحریر الشام اسلامپاله ډله چې د القاعدې له پخوانیو څانګو څخه ده، له پخواني رژیم نه غچ نه اخلي نه به مذهبي لږکیۍ وځپي.
د سوریې یاغیانو د ډسمبر په میاشت کې د دمشق کنټرول ترلاسه کړ. وروسته د سوریې ګوښه شوی ولسمشر بشارالاسد له دمشق څخه ووت او په الوتکه کې روسیې ته وتښتید.