د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد یوه بار وړونکې بېړۍ د انجن له چاودنې وروسته د مدیترانې په سمندر کې ډوبه شوه.
رویټرز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دا بېړۍ دب اکبر نومیږي او دوه خدماتي کارکوونکي يې لا هم لادرکه دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغې بېړۍ د ۱۶ خدماتي کارکوونکو په ګډون ۳۰ کسان ژغورل شوي او هسپانیا ته لېږدول شوي دي. خو د دغې بېړۍ د انجن په خونه کې د چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا بېړۍ چې په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوې وه، د ابورونلوجیستیکا شرکت چې د روسیې د پوځي ساختماني عملیاتو برخه ده، لخوا اداره کېده.
د روسیې دولتي خبري اژانس په هسپانیا کې د دغه هېواد د سفارت په حواله ویلي چې د بېړۍ د ډوبېدو د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي او له هسپانوي چارواکو سره په اړيکه کې دي.
ابورونلوجیستیکا او اېس کى يوګ، د مالک ګروپ د یوې برخې په توګه، د ډوبیدو په اړه له څه ویلو ډډه کړې. متحده ایالاتو په ٢٠٢٢کال کې د دب اکبر په ګډون پر دغو دواړو شرکتونه د روسیې له پوځ سره د اړیکو له امله بندیز ولګاوه.
د هسپانیا د سمندري ژغورنې خدماتو ادارې ويلي چې دوی د دوشنبې په ورځ د خطر سیګنال چې دب اکبر د المیرا له ساحل څخه ۵٧ میله لرې و، ترلاسه کړ.
يادې ادارې ويلي چې دوی له نږدې بېړۍ سره اړیکه نیولې چې هغوى ورته د هوا د وضعیت خرابوالى راپور ورکړی. په اوبو کې يوې ژغورونکې کښتۍ ويلي چې دب اکبر له ښي اړخه کې لېږدول شوې ده..