د اسراٸيلو د دفاع وزیر اسراٸيل کاتز د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په ایران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه په وژنه اعتراف وکړ.
رویټرز راپور ورکړی چې دې اعتراف په سیمه کې د تهران او د هغه «سرحدي دښمن» اسراٸيلو ترمنځ د کړکېچ خطر زیات کړی دی.
د اسرائیلو د دفاع وزیر په دغه هېواد باندې د یمن د حوثيانو د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه وویل: «په دې ورځو کې چې حوثي ترهګرې ډلې پر اسرائیلو توغندي ویشتلي، غواړم د خپلو خبرو په پیل کې هغوي ته یو واضح پیغام ولېږم. موږ حماس ته ماتې ورکړه. موږ حزب الله ته ماتې ورکړه. موږ د دغه هېواد د تولیدي جوړښت په ګډون د ایران دفاعي جوړښتونه ړانده او زیانمن کړي دي. موږ په سوریه کې د اسد رژیم نسکور کړ. موږ د شر پر محور (چې ایران یې د مقاومت محور بولي) سخت ګوزار کړی دی. په یمن کې حوثي ترهګره ډله وروستۍ ډله ده.»
هغه د اسراٸيلو د دفاع وزارت د چارواکو د يادونې په شپه، زياته کړه، چې اسراٸيل د دغو ډلو ستراتيژيکو بنسټونو ته زيان رسوي او د هغوى مشران به ووژني. “لکه څنګه چې موږ په تهران، غزې او لبنان کې د هنیه، سنوار او نصرالله سره وکړل، موږ به په حدیده او صنعا کې هم همداسې وکړو.
د يادولو وړ ده، چې د یمن حوثیان، چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله بلل کېږي، له څه باندې یوه کال راهیسې په سور سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي او په سمندر کې د اسراٸيلو د محاصرې په هڅه کې دي.
دغې ډلې تر دې مخکې ویلي وو چې دوی په غزه کې د اسرائیلو په یوه کلنه جګړه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره فعاليت کوي.