د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په جدي توګه اعلان وکړ چې هغه په متحده ایالاتو کې د ټیک ټیک د پاتې کېدو پلوى دى او ټيک ټاک د يوې مودې لپاره په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ارزښت لري.
هغه په فینېکس، آریزونا کې د محافظه کارو پلویانو غونډې ته په وینا کې وویل، چې هغه د خپل ولسمشرۍ کمپاین په جریان کې د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارمونو کې ميلیاردونه ليدونکي درلودل.
رویټرز لیکلي چې د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې له قوي پیغامونو څخه دی چې ددې ښکارندويي کوي چې هغه د متحده ایالاتو له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم(ټيک ټاک) د احتمالي وتلو مخالف دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سنا د روان کال په اپرېل میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې بایټډنس چې د ټیک ټاک اصلي کمپنۍ بلل کېږي، د ملي امنیت د اندېښنو له امله د دغه ټولنیز پلیټ فارم مالکیت امریکایانو ته وسپاري.
د ټیک ټاک مالکین د دې قانون د لغوه کولو په لټه کې دي او د متحده ایالاتو سترې محکمې د قضیې فيصله کولو هوکړه کړې. خو که محکمه د بایټډانس په ګټه پرېکړه ونه کړي، نو غوښتنلیک به د راتلونکي کال د جنوري په ١٩مه د ټرمپ د واک د دورې له پيلېدو یوه ورځ دمخه په متحده ایالاتو کې په مؤثره توګه منع شي.
خو دا څرګنده نده چې ډونلډ ټرمپ به څنګه د ټیک ټاک د منع کولو امر چې په سنا کې په پراخه کچه تصویب شوى، بېرته واخلي.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ټیک ټاک له اجرایوي رٸیس سره هم وکتل. له دې ناستې وروسته او په همدې ورځ په یوه خبري کنفرانس کې، هغه وویل چې په دې اپلېکېشن کې د هغه د کمپاین بریالیتوب څخه مننه کوي او هغه د ټیک ټاک څخه د خپل کمپاينونو لپاره راضي دى.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت استدلال کړی چې د ټیک ټاک د چین ملکیت د متحده ایالاتو ملي امنیت ته دوامداره ګواښ دی؛ دا دریځ د متحده ایالاتو د ډېرو وکیلانو لخوا ملاتړ کیږي.