د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرز په دغه هېواد کې د ماشومانو له لوري ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي د محدودولو له پراخو غوښتنو ملاتړ وکړ.
نوموړي وویل، د جعلي خبرونو او قصدي آنلاین لاسوهنو د زیانونو له امله اوس پر دې باوري شوی چې د اجباري محدودیتونو لګول اړین دي.
میرز د خپل ګوند (CDU) تر کلنۍ غونډې وړاندې په خپله وینا کې وپوښتل، ایا موږ غواړو اجازه ورکړو چې په مصنوعي ډول جوړ شوي ناسم خبرونه او فلمونه زموږ ټولنه له دننه او بهر څخه کمزورې او زموږ ماشومان له خطر سره مخ کړي؟
هغه ټینګار وکړ چې اوس مهال ۱۴ کلن ځوانان په اوسط ډول د ورځې پنځه نیم ساعتونه په انټرنیټ تېروي.
ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د میرز په مشرۍ د مسیحي ډیموکراتیک اتحاد ګوند په کنفرانس کې پر هغې طرحې بحث وشي، چې له مخې یې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو باندې د ټیک ټاک او انسټاګرام په څېر اپلیکیشنونو کارول بند شي. د یادونې وړ ده چې د حکومت په ائتلاف کې شاملو نورو ګوندونو هم ورته غوښتنې کړي دي.
دمګړۍ د جرمني ترڅنګ په اروپا کې د هسپانیا، یونان، فرانسې او بریتانیا په څېر هېوادونه هم پر ورته محدودیتونو کار کوي. دوی پدې برخه کې د اسټرالیا له بېلګې پیروي کوي، چې تېر کال یې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ټولنیزې رسنۍ په قانوني ډول اړ کړې چې د ماشومانو لاسرسی پرې بند کړي.
لومړي وزیر میرز اعتراف وکړ چې دوه کاله وړاندې یې د الګوریتمونو، مصنوعي ذکاوت او هدفي اغېزو زیانونه کم اټکل کړي وو، خو اوس وضعیت بدل شوی دی.
هغه دا استدلال رد کړ چې ماشومان باید په تدریجي ډول له ټولنیزو رسنیو سره بلد شي؛ نوموړي دا کار داسې وباله لکه چا ته چې ووایي شپږ کلن ماشوم ته په تدریج سره د شرابو څښل زده کړئ.
که څه هم په جرمني کې د رسنیو اړوند قوانین د ایالتونو په واک کې دي او هغوی باید په خپل منځ کې یوې هوکړې ته ورسیږي، خو د لومړي وزیر ملاتړ د دې قانون د پلي کېدو چانس ډېر کړی دی.
د جرمني حکومت تېر کال یو ځانګړی کمیسیون هم ګمارلی و ترڅو په انټرنیټ کې د ماشومانو خوندیتوب وڅیړي، چې د دغه کمیسیون رپوټ به د روان کال په وروستیو کې خپور شي.
