ساینس او ټکنالوژي

ملګري ملتونه: د مصنوعي ځیرکتیا برخلیک باید د څو میلیاردرانو په لاس کې نه وي

انځور: ملګري ملتونه/ایشان تانکا

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په نوي ډیلي کې د “مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو” سرمشریزې ته په وینا کې وویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا(اې آی)راتلونکی نشي کولای د څو محدودو هېوادونو په پرېکړو یا د “څو میلیاردرانو په خوښه” پرېښودل شي.

نوموړي په دې برخه کې د یوه نړیوال فنډ د جوړېدو غوښتنه وکړه ترڅو مخ پر ودې هېوادونه هم دې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پیدا کړي.

ګوترېش اندېښنه وښوده چې که پانګونه ونشي، ډېر هېوادونه به د مصنوعي ځیرکتیا له عصره بهر پاتې شي.

هغه وویل: “زموږ هدف ۳ میلیارده ډالره دی. دا د یوې ټیکنالوژیکي کمپنۍ د کلني عاید له یوې سلنې هم کم دي؛ خو دا د داسې مصنوعي ځیرکتیا لپاره چې ټولو ته ګټه ورسوي، ډېره لږ بیه ده.”

سرمنشي د مصنوعي ځیرکتیا د سم مدیریت لپاره د ملګرو ملتونو پر هڅو ټینګار وکړ او د “مصنوعي ځیرکتیا د خپلواکې نړیوالې علمي کمېټې” یادونه یې وکړه. په دغه کمېټه کې ۴۰ مخکښ ماهرین شامل دي چې د (اې آی)  خطرونه، فرصتونه او ټولنیزې اغېزې څېړي. ګوترېش وویل: “مصنوعي ځیرکتیا باید د هر چا وي.”

هغه ټینګار وکړ چې موږ داسې اصولو او چوکاټ ته اړتیا لرو چې بشري واک، څارنه او ځواب وینه خوندي وساتي.

د ده په وینا، (اې آی) کولای شي د تلپاتې پراختیا اهداف ګړندي کړي، په طب کې پرمختګ راولي، زده کړې پراخې کړي، د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي او د اقلیمي بدلون په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

خو ګوترېش خبرداری هم ورکړ چې که AI بې نظمه پاتې شي، نابرابري زیاتوي، تبعیض ته لاره هواروي او زیانونه اړوي.

هغه زیاته کړه چې د ډاټا مرکزونه باید له پاکې انرژۍ ګټه پورته کړي او پر کارګرانو باید پانګونه وشي ترڅو AI د انسان ځای ونه نیسي، بلکې د انسان وړتیاوې زیاتې کړي.

ګوترېش په خپلو خبرو کې دغه راز وویل: “هیڅ ماشوم باید د نا منظمې مصنوعي ځیرکتیا لپاره د ازمېښت وسیله ونه ګرځي. راځئ داسې AI جوړ کړو چې د هر چا لپاره وي او د انسان کرامت یې په لومړیتوب کې وي.”