د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو رسمي اعلان کې ویلي، چې حکومت ته به د هغو پټو اسنادو د پېژندنې او افشا کولو امر وکړي چې له فضايي مخلوقاتو او ناپېژانده هوایي پدیدو سره تړاو لري.
ولسمشر ټرمپ په خپله رسمي ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د خلکو خورا زیاتې لېوالتیا ته په کتو به د “جګړې وزیر” او نورو اړوندو ادارو او بنسټونو ته لارښوونه وکړي ترڅو د هغو دولتي فایلونو د خپرولو پروسه پیل کړي چې له ځمکې څخه بهر ژوند، ناپېژانده هوایي پدیدو او ناپېژانده الوتونکو توکو پورې اړه لري.
هغه دا موضوعات “خورا پېچلي” خو په عین حال کې “خورا په زړه پورې او مهم” بللي دي.
ټرمپ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې دا اسناد به کله او په کومه کچه خپاره شي، خو د دغې پروسې د پیلولو ژمنه یې کړې ده.
د امریکا ولسمشر په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۴مه نېټه، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له یوه امریکايي خپروونکي (براین ټایلر کوهن) سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «فضایي مخلوقات حقیقت لري، خو ما په خپله نه دي لیدلي.»
هغه زیاته کړه چې د دغو موجوداتو لپاره په پوځي اډو کې کوم پټ ځای نشته. خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په خپله ځانګړې الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې اوباما په دې څرګندونو سره «پټ استخباراتي معلومات» افشا کړي او لویه تېروتنه یې کړې ده.
ټرمپ زیاته کړه چې دی به د اړوندو فایلونو په افشا کولو سره دغه لانجه پای ته ورسوي او اوباما به له مسؤلیت څخه خلاص کړي.
د امریکا په دفاع وزارت کې د دغو پدېدو په اړه څېړنې نوې نه دي.
په تېرو څو کلونو کې د امریکا حکومت په رسمي ډول ځینې داسې ویډیوګانې تایید کړې چې په کې ناپېژانده توکي په اسمان کې په داسې سرعت او تخنیک سره الوتنه کوي چې د بشر اوسنۍ ټیکنالوژي یې له تشریح کولو عاجزه ده.
په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د امریکا په کانګرس کې د یوې ځانګړې کمېټې تر مخې پخوانیو استخباراتي افسرانو شاهدي ورکړې وه چې حکومت د لسیزو راهیسې د “غیر انساني” وسایطو پاتې شونې او حتی جسدونه په پټو مرکزونو کې ساتلي دي.
بلخوا، سیاسي شنونکي د ټرمپ دغه اقدام ته په بېلابېلو سترګو ګوري. ځینې په دې باور دي چې دا د امریکا د حکومت د پټو رازونو د افشا کولو لپاره یو تاریخي ګام دی، خو ځینې نور بیا ادعا کوي چې ټرمپ غواړي په دې جنجالي موضوع سره د خلکو پام له نورو حساسو دوسیېو، لکه د “ایپسټین” پټو فایلونو او کورنیو سیاسي فشارونو څخه بل لوري ته واړوي.
شنونکي زیاتوي په هر صورت، دغه اعلان په نړیواله کچه د فضا پېژندنې او امنیتي بنسټونو ترمنځ نوې اندېښنې او لېوالتیاوې پیدا کړې دي
