نړۍ

روسي ځواکونو د اوکراین دوه کلي ونیول

انځور له آرشیف

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د اوکراین دوه کلي ونیول چې په هغو کې یو کلی په شمال ختیځ کې د خارکیف په سیمه کې او بل کلی د دونتسک په ختیځ کې پروت دى.

د یادولو وړ ده چې دونتسک سیمه هغه سیمه ده چې مسکو د دغو دوو ښارونو د نیولو لپاره ډېرې هڅې کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې د روسیې د دفاع وزارت ويلي: «ځواکونو یې د دونیتسک شمال کې د کوپیانسک ښار ته نږدې د لوزوا اداره ونیوله چې په وروستیو اونیو کې د روسیې تر فشار لاندې وه. د کوراخووه په شمال کې د سونتسيوکا کلی هم نیول شوی دی.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ورځ مخکې په کاستیانتینوپلسکه کې کوراخوو ته نږدې د یوه بل کلي د نیولو اعلان هم وکړ.

په داسې حال کې چې د اوکراین د پوځ لوی درستیز روسیې لخوا دغو کلیو د سقوط یادونه نه ده کړې. خو ويلي يې دي چې سونتسيوکا په تېرو٢۴ساعتونو کې د روسي ځواکونو د ۲۶ بریدونو شاهده وه.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز هم خبر ورکړی، چې پوکروفسک ته څېرمه سخته جګړه روانه ده، چې د روسیې ۳۴ پوځیانو دفاعي کرښې ته د ننوتو هڅه کړې ده.

خو د «ډيپ سٹیٹ» په نامه د اوکراین د پوځ یوه مشهوره وېبلاګ ویلي چې سونتسيوکا د روسیې تر ولکې لاندې ده.

روسي ځواکونه، د دونیتسک په سیمه کې ثابت پرمختګ کوي، د پوکروفسک ښارګوټو ته چې د لوژستیکي مرکز او د کک جوړولو مهم کان ځاى دی، او داسې ښکاري چې په جنوب کې کوراکوف ته په نږدې کېدو دي.