ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې یوه چورلکه نن سهار د موغلا تدریسي او څېړنیز روغتون په سیمه کې د سختو دوړو له امله لوېدلې ده چې په پايله يې تر اوسه څلورو کسانو ژوند بايللى دى.
امبولانس چورلکې، چې له موغلا روغتون څخه آنتالیا ته الوتنه کوله، د دړو په پايله کې د محدود لید له امله د روغتون ودانۍ سره ټکر وکړ.
د راپورونو له مخې دغه چورلکه څه موده مخکې د هوا د خرابوالي له امله په موغلا کې ناسته کړې وه او د وضعیت له یو څه ښه والي وروسته یې خپل ماموریت بېرته پیل کړ. خو له الوتنې څو دقیقې وروسته دغه پېښه رامنځ ته شوه.
له پېښې سمدستي وروسته طبي او ژغورونکې ډلې سیمې ته ورسېدې او د لټون او ژغورنې عملیات یې پیل کړل. تر اوسه پورې د چورلکې د څلورو سپرلیو جسدونه د پېښې له سيمې را ایستل شوي دي.
دې پېښې د روغتون د کارکوونکو او ځايي خلکو ترمنځ د غم څپې رامنځته کړې دي.
ترکي چارواکو اعلان کړی، چې د پېښې د کره لامل د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او تمه کېږي چې وروستی راپور به ډېر ژر خپور شي.