سویلي آسیا

د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې یو تن ووژل شو

د پاکستان امنیتي ځواکونو انځور

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په نښته کې یو وسله وال وژل شوی او درې امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه نښته د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت د خاران ولسوالۍ په کيلي سیاپاد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې د وسله والو پر پټنځایونو چاپه ووهله او وسله والو پر هغوی د درنو وسلو ډزې وکړې.

د دغو راپورونو له مخې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله شاوخوا یو ساعت دوام وکړ او په ترڅ کې یې د یوې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو درې تنه زخمیان د چورلکې په واسطه روغتون ته وړل شوي دي.

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، د وسله والو له دغه پټنځای څخه «په زیاته اندازه وسلې، چاودېدونکي توکي او یو موټرسایکل» هم ترلاسه شوي او دوی زیاتوي چې وسله والو ظاهراً د برید پلان درلود.