نړۍ

امریکا د لومړي ځل لپاره د سوریې د یاغیانو له مشر سره مخامخ خبرې وکړې

د سوریې د تحریر شام ډلې مشر حمد الشراع چې په ابو محمد جولاني مشهور دی،

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ډیپلوماتانو د جمعې په ورځ د سوریې د تحرير شام له مشر احمد شرع سره د لومړي ځل لپاره «ډېره رغنده» ناسته وکړه.

که څه هم دې خبري آژانس د دغو خبرو نور جزیات نه دي خپاره کړي؛ خو د سوريې د تحرير شام له مشر سره په لومړۍ مخامخ کتنه کې امريکايي ديپلومات باربارا ليف احمد شريح مشهور په ابو محمد جولاني يو عملګرا سړی وباله.

ياده دې وي، چې ښاغلي لیف چې د امریکايي پلاوي مشري يې په غاړه درلوده وویل: «لومړۍ ناسته ښه وه. موږ به په عملونو قضاوت وکړو، نه یوازې په خبرو.»

په ورته وخت کې، هغه وويل، چې د سوریې اوسني واکمنان باید دا ډاډ ورکړي چې «ترهګرې» ډلې نور ګواښ نشي رامنځته کولای.

په همدې حال کې امریکايي دیپلوماتانو مخکې ویلي وو چې د سوریې د تحرير شام پر مشر چې د القاعدې پخوانی غړی او د دې شبکې پخوانۍ څانګه بلل کېږي، د ۱۰ میلیون ډالرو جایزې لرې کول امکان لري.

متحده ایالات، نور لوېدیځ قدرتونه، او ډیری سوریایان په دې خوښ وو چې د التحریر الشام په مشرۍ وسله والې ډلې بشارالاسد له واکه ګوښه کړي؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې آیا دا ډله به سختدريځه اسلامي واکمني پلي کړي یا به نرمښت وښيي او د ډیموکراسۍ پر لور به حرکت وکړي.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې لوېدیځ حکومتونه په تدریج سره د سوریې تحرير شام ډلې د مشر او په سوریه کې د القاعدې پخوانی قوماندان احمد شرع ته چینلونه پرانیزی.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا په ګډون لوېديځ هېوادونه د سوریې د تحرير شام ډلې د «ترهګرۍ» نوم د لیرې کولو په اړه خبرې اترې پیلوي.

په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د ډیپلوماټانو یوه پلاوي له فرانسې او برېټانيا څخه لیدنه کړې ده.