نړۍ

اسراٸيل د سوریې د ګواښونو له امله د جولان په لوړو کې دوه برابره زيات نفوس ځاى پرځاى کوي

انځور له رویټرز

اسراٸیل د یکشنبې په ورځ (ليندۍ ۲۵) هوکړه وکړه چې د ګولان په لوړو کې دوه برابره زيات خپل نفوس ځاى پرځاى کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړی وزیر اعلان کړی چې؛ په سوریه کې د یاغیانو د منځلاریتوب سربېره؛ له دغه هېواد څخه ګواښونه لا هم پر خپل ځای دي.

بنیامین نتانیاهو وویل:« د جولان پياوړتيا د اسرائیلو حکومت پیاوړی کوي او په دې وخت کې دا ډېر مهم دی. موږ یې ساتلو، وده به ورکولو ته دوام ورکوو او په هغې کې به ځاى پر ځاى شو.»

د جولان پر لوړو حاکمیت

د یادولو وړ ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جولان پر لوړو د اسراٸيلو د حاکمیت لپاره د امریکا ملاتړ اعلان کړ. خو دا الحاق د ډیرو هېوادونو لخوا په رسميت نه دی پېژندل شوی.

رویټرز وايي، سوریه غواړي چې اسرائیل له دې سیمې وباسي. خو اسراٸيل يې د امنیتي اندېښنو له امله ردوي.

دغه خبري اژانس همداراز وايي چې د سولې بېلابېلې هڅې ناکامې شوې او نتانیاهو ویلي چې د شنبې په ورځ یې له ډونلډ ټرمپ سره په سوریه کې د امنیتي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: «موږ له سوریې سره د جګړې کولو دلچسپي نه لرو. په سوریه کې د اسراٸیلو د اقداماتو موخه د سوریې له خوا د احتمالي ګواښونو بې پرې کول او زموږ پولې ته نږدې د ترهګرو عناصرو د کنټرول ترلاسه کولو مخنيوى دى.»

له بلې خوا د دغه هېواد د دفاع وزیر اسراٸیل کاتز په یوه بل بیان کې ویلي چې په سوریه کې وروستیو پرمختګونو د «د یاغیانو د منځلاري انځور وړاندې کولو سره سره» د اسراٸیلو لپاره ګواښ زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د اسراٸیلو پرېکړه غندلې او متحده عربي اماراتو چې په ٢٠٢٠ کې یې له اسراٸیلو سره خپلې اړیکې عادي کړې، او دا يې د«اشغال د پراخولو قصدي هڅه» بللې ده.