ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې نن سهار د ترکیې په شمال لوېدیځ ښار بورسا کې د عدلیې د وزارت په مرکزي ودانۍ کې وژونکې پېښه رامنځ ته شوې ده. په دې پېښه کې دوه تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شول.
له دې پېښې وروسته ترکي چارواکو د دې پېښې اړوندو خبرونو پر خپرولو بندیز ولګاوه.
د راپورونو له مخې، مرتجان آکچا او پلار یې کوکسل آکچا د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۳ مه د نیلوفر په سیمه کې په یوه سوداګریز مرکز کې په وسله والې نښتې کې تر هدف لاندې ونیول شول.
د محکمې په جلسه کې د تولګا په نوم یو تن ۲۱ کلن کس چې د پخوانیو ټپونو له امله په ویلچر ناست و، پر تورنو کسانو ډزې وکړې او د دغه برید په پایله کې مورتجان آکچا او پلار یې ووژل شول.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې وسله وال ښايي په ویلچر کې د محکمې خونې ته ننوتي وي. له دې پېښې وروسته پوليسو د کمال په نوم يو تن نيولى دى.
د پېښې ځای ته څو امبولانسونه استول شوي او د عدلیې وزارت ودانۍ د امنیتي اندېښنو له کبله خالي شوې ده. په سیمه کې ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.
د تركيې د رسنيو په وينا د ټپيانو له جملې څخه دوه تنه چې پوځيان دي روغتون ته انتقال شوي او د هغوى روغتيايي حالت لا هم تر پلټنو لاندې دى.