د امریکا د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د اېف بي آی مشر کرېس راى مخکې له دې چې له دندې ګوښه شي، استعفا ورکوي.
رویټرز راپور ورکړی چې هغه به د راتلونکي کال په پیل کې چې یوازې څو اونۍ ورته پاتې دي، استعفا ورکړي.
مخکې، ډونلډ اعلان وکړ چې هغه پلان لري چې ښاغلی رای ګوښه کوي او پر ځای یې کاش پټېل ټاکي.
دا په پرله پسې ډول د اېف بي آى دوهم مشر دی چې د ډونلډ ټرمپ لخوا د خپلې دورې تر بشپړولو دمخه له دندې ګوښه کیږي. ښاغلي ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر جیمز کومي هم له دندې ګوښه کړى و.
جیمز کومي وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې په ۲۰۱۶ کال کې يې د ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه څېړنې پیل کړې.
ښاغلي د اېف بي آى اوسني مشر ښاغلي راى له دندې د ګوښه کولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د هغه ټیم په ٢٠٢٢کال کې په فلورېډا کې د ډونلډ ټرمپ تفريح ځاى ته لاړ.څو محکمې لخوا تصویب شوي محرم اسناد بېرته ترلاسه کړي چې ټرمپ د سپینې ماڼۍ پرېښودو وروسته ساتلی و.
کرېس راى به د خپلې ١٠ کلنې دورې پای ته رسېدو دمخه چې ټرمپ هغه په ٢٠١٧کال کې ټاکلى و، استعفا وکړي.
د امریکا د قانون له مخې د اېف بي آى مشر د ۱۰ کلونو لپاره ټاکل کېږي او د دې کار موخه له سياسته د دې هېواد د استخباراتي ادارې لرې ساتل دي.
د راپور له مخې، وری د اېف بي آى کارکوونکو ته په یوه غونډه کې وویل: «زما په نظر، دا د جنجال د مخنیوي لپاره ترټولو غوره لاره ده چې د شخړې ژورو ته لاړ شو، او کولی شي هغه ارزښتونه او اصول پیاوړي کړي چې زموږ د کار کولو طريقې لپاره خورا مهم دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ډونلډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه«تروت» کې د ښاغلي راى استعفاء «د امریکا لپاره یوه په زړه پورې ورځ» بللې ده.