نړۍ

د روسیې په برید کې د اوکراین ۱۵ هوايي ډګرونه زیانمن شوي دي

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې پر اوکراین د روسیې یرغلیز برید تر اوسه د دغه هېواد ۱۵ هوايي ډګرونه زیانمن کړي او ځینې یې له کاره لوېدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د اوکراین لومړي وزیر ډینس شميحال د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ په ۱۰ مه) وویل: «پر دغه هېواد د روسیې د برید له پیل راهیسې د اوکراین ۱۵ ملکي هوايي ډګرونه زیانمن شوي دي.»

د راپور له مخې، اوکراین په ټولیزه توګه شل ملکي هوايي ډګرونه لري چې د جګړې له پیله په بشپړه توګه تړل شوي وو او اوس دغه هېواد د خپلو ځینو هوايي حریم د بېرته پرانیستلو لپاره لارې چارې لټوي.

هغه اوکراینیان چې غواړي بهر ته الوتنه وکړي دا مهال باید ګاونډیو هېوادونو ته د سړک یا رېل له لارې سفر وکړي ترڅو الوتنې ونیسي.

په عین حال کې، د هغه کسانو چې په ختیځ اوکراین کې ژوند کوي، له هېواد څخه بهر سفر کول يې یوه ورځ نیسي.

د اوکراین لومړي وزیر وویل: «موږ د خطر ارزونه ترسره کړه او د هوایی ډګر د یوې برخې د خلاصولو لپاره د هوایی دفاع ځواکونو اړتیاوې مو مشخصې کړې دي.»

له بلې خوا هغه وايي چې امنيتي مسايل او پوځي وضعيت لا هم د دې پرېکړې مهمې برخې دي.

شمیحال زیاته کړه، چې په تېرو درېیو میاشتو کې روسیې نږدې ۶۰ ځله د اوکراین پر بندري تاسیساتو بریدونه کړي او شاوخوا ۳۰۰ تاسیسات او ۲۲ ملکي کښتۍ یې خرابې کړې دي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې اوکراین کولی شي په ٢٠٢٥ کې د لوېو ښار په لوېدیځ کې هوایی ډګر بېرته پرانیزي، که چيرې تنظیموونکي يې خوندي وګڼي او سیاسي پرېکړه وشي.