رویټرز خبري اژانس د روسي او غربي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په اوکراین کې جګړه خپل « خطرناک» پړاو ته رسېدلې ده. کرملین د شمالي کوریا ځواکونه کاروي او کییف په دې جګړه کې د لوېدیځ توغندي کاروي.
د راپور له مخې، روسي ځواکونه د پخوا په پرتله په چټکۍ سره د روسیې په خاوره کې پرمختګ کوي او د روسیې پوځ په تېره یوه اوونۍ کې د اوکراین شاوخوا ۲۳۵ مربع کیلومتره سیمه نیولې ده، چې دا د ۲۰۲۴ کال لپاره د اوونۍ ریکارډ دی.
د دغه آژانس د خبر له مخې، د روسیې پوځ اوس د اوکراین په خاوره کې د لندن په نیمه اندازه سیمه نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د روسیې پوځ د منځني واټن ویشتونکي هایپرسونیک توغندي پر اوکراین د برید لپاره وکارول.
په عین حال کې اوکراین ویلي دي چې د روسیې پوځ پرون (سه شنبه، د ليندۍ ۶) د دغه هېواد پر خاوره د بې پیلوټه الوتکې تر ټولو لوى بريد ترسره کړ.
د «اجينټ اېس ټي وي» په نامه د روسیې یوې خپلواکې خبري ډلې په یوه راپور کې ویلي: «روسیې په اوکراین کې د اشغال شویو سیمو د پراخوالي په اړه نوي اونیز او میاشتني ریکارډونه جوړ کړي دي. د روسیې پوځ په تېره یوه اوونۍ کې د اوکراین شاوخوا ۲۳۵ مربع کیلومتره سیمه نیولې ده، چې دا د ۲۰۲۴ کال لپاره یو اونیزه ریکارډ دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ولسمشريز ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریالیتوب سره له اوکراین سره د لوېدیځ د پوځي او مالي مرستو د کمولو او د هوکړې لپاره پر دغه هیواد د فشار اچولو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دې جګړې د پای ته رسېدو امکان شته.