افغانستان

ملګرو ملتونو له طالبانو وغوښتل چې د رسنیو د آزادۍ ساتنه وکړي

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب او آزادۍ تضمين کړي. ملګرو ملتونو په راپور کې د «سانسور، ډارولو او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونو» سره د مخ په زیاتیدونکي چاپیریال خبرداری هم ورکړی دى.

دا راپور چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له خوا خپور شوی، هغه پراخې ننګونې مستندوي چې د افغانستان د رسنیو سکټور د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال تر سپتمبر پورې ورسره مخامخ وو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وویل: «د هر هېواد لپاره د آزادو رسنیو شتون یو غوراوى نه؛ بلکې یوه اړتیا ده.»

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکونکي اکثرا د ادعايي نيوکو له امله د ناڅرګندو قوانینو، تهدید او په خپلسري ډول توقیف سره مخ کیږي.»

په رسنیو کې د ښځو پر وړاندې تبعیض

راپور هغو سختو محدودیتونو ته اشاره کړې چې ښځې د رسنیو په صنعت کې کار کوي، په ګوته کوي چې تبعیضي پالیسيو او کړنې د دوى د کار کولو وړتیا په پام وړ کچه محدوده کړې چې په رسنیو کې يې تنوع او د دوى ګډون کمزورى کړى دى.

په دې درې کلنه دوره کې یوناما د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې ثبت کړي، چې ۲۵۶ یې د خپل سري توقیف، ۱۳۰ د شکنجې او بد چلند او ۷۵ د ګواښونو او ارعاب پېښې دي.

د نړیوالو قوانینو د رعايت غوښتنه

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک د راپور موندنې د اندېښنې وړ وبللې او پر افغان چارواکو یې غږ وکړ چې خپلې کړنې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون له نړیوالو قوانینو سره سمې کړي.

ښاغلي ترک وویل: «ژورنالیستان د خلکو په خبرولو، د روڼتیا په تامین او د حساب ورکونې په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.» هغه ټینګار وکړ:«ټولې هڅې باید د هغوی د خوندیتوب، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب لپاره وشي. آزاده او متحرکې رسنۍ د هرې ټولنې د روغتیا لپاره اړینې دي.»

په راپور کې د افغانستان د رسنیو له صنعت سره د تخنیکي او مالي مرستو کموالي ته هم اشاره شوې، چې د نړیوالو مرستو د کموالي په ګډون د خبریالانو ستونزې یې لاپسې زیاتې کړي دي. د منابعو کمښت په مستقیمه توګه د بشردوستانه او د حقونو د خوندیتوب مسلو په ګډون مهمو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانانو وړتیا اغېزمنه کړې ده.

مېرمن اوتونبایوا د افغانستان د رسنیو له سکټور څخه د نړیوال ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:” د بیان له ازادۍ او عامه بحثونو ملاتړ د دغه هېواد د پرمختګ لپاره اړین دی.»

راپور پر طالبانو غږ کړی چې په ټولنه کې د آزادو رسنیو اساسي رول دې په رسميت وپېژني او له تاوتریخوالي، ځورونې او تبعیض څخه د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو د خوندیتوب لپاره دې له ځانګړو اقداماتو کار واخلي.