ښځې

د افغانستان پرمختللو ځواکونو غورځنګ: د هېواد ښځې د ژوند «تر ټولو تور او وحشتناک» حالت کې دي

د افغانستان د پرمختللو ځواکونو غورځنګ چې مشري يې حليمه پژواک کوي، «د نومبر د ٢۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې»په مناسبت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا ورځ په داسې حال کې راځي چې د هېواد ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د « ژوند تر ټولو تور او تر وحشتناک» حالت کې دي.

د دغه خوځښت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد ښځې د زده کړو د حق په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او دغه مېرمنې چې کلونه کلونه يې د خپلو روا غوښتنو او حقونو لپاره مبارزه کوله، اوس په هېواد کې د کور په څلور ديوالونو کې بندې دي.

د افغانستان د پرمختللو ځواکونو غورځنګ وايي چې د هېواد ښځې او نجونې د نړۍ د «ناوړه سیاستونو» قرباني شوي، د طالبانو په واکمني کې دوى او نور مذهبي او جنسيتي لږکۍ له خپلو بشري حقونو څخه په پرله پسې او منظم ډول «بې برخې» شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د جنسیتي تبعيض سخت وضعیت او د طالبانو د واحد جنسيت په حاكميت کې ښځې په سیستماتیک ډول بې غږه کړي او تاوتریخوالي، قومي، نژادي، جنسیتي او ژبني تعصبونه مخ په زياتېدو دي.»

له بلې خوا په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکې مېرمنې زیاتوي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پخوانیو دولتي کارکوونکو او پوځي کارکوونکو وژل، شکنجه او زنداني کول په ښکاره توګه دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر هېواد د واک ترلاسه کولو وروسته، ښځې او نجوې له شپږم ټولګي څخه پورته د زده کړو له دوامه او پوهنتونونو ته له تلو منعې کړې او د دوى پر نورو اساسي حقونو یې سخت بندیزونه او محدوديتونه لګولي دي.

تازه يې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر تر سرليک لاندې قانون په تصویبولو عامه ځایونو کې د ښځو په غږ او مخونو بندیز لګولى او همدارنګه یې د یوې بالغې ښځې له خوا بلې بالغې ښځې په مخ کې د لمانځه، تسبیح او د قرآن کریم تلاوت کول هم منع کړي دي.