د بشري حقونو نړیوال بنسټ له نړیوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا او د جزا له نړیوالې محکمې (آی سي سي)څخه غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي او ملکیانو ته د اوښتو زیانونو شواهد مستند کړي.
دغه بنسټ له اړوندو نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې د دې څېړنو له لارې د یادو بریدونو عاملین ځواب ویلو ته مجبوره کړي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ ویلي: «همدا ډول باید ډيورڼد کرښې ته څيرمه سیمو کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره، چې لا هم د هغې غاړې د بریدونو له ګواښ سره مخ دي، عاجل محافظتي اقدامات پلي شي.»
د دغه بنسټ په اعلامیه کې زیاته شوې، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې، په جګړه کې ښکیلې ټولې خواوې مکلفې دي چې د ملکي وګړو او نظامي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې بریدونه په غیر متناسب ډول ملکیانو ته زیان نه رسوي.
پر ګڼ مېشتو سیمو بېباکه بریدونه او د ملکي بنسټونو په نښه کول کېدای شي «جنګي جرمونه او د بشري حقونو د ژمنو څخه جدي سرغړونه» وي.
دا بنسټ پهداسې حال کې دغه غوښتنه مطرح کوي چې پاکستاني پوځیانو د سې شنبې په شپه د کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر دې وړاندې تایید کړې وه چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. یوناما ویلي و چې په قربانیانو کې «ښځې او ماشومان» هم شامل دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ تېره ورځ په دغو بریدونو کې د ملکیانو مرګژوبله رد کړه او ادعا یې وکړه چې دا بریدونه په «دقیق او حساب شوي» ډول شوي او پکې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ۲۶ غړي وژل شوي دي.
خو طالبانو اعلان وکړ چې پاکستاني جېټ الوتکو تېره شپه په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې ځینې سیمې ویشتلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په ایکس پاڼه کې وویل چې په دغو بریدونو کې د ۱۱ ماشومانو، یوې ښځې او یوه سپینږیري په ګډون لږ تر لږه ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
هغه پاکستان د استوګنې د سیمو په نښه کولو تورن کړ او دا بریدونه یې د افغانستان پر حاکمیت تېری وباله.
