لویدیځه اسیا

د امریکا او ایران ترمنځ د دویمې ورځې خونړۍ نښتې؛ د اپرېل میاشتې نازک اوربند مات شو

انځور- سنټکام څخه

د امریکا متحده ایالاتو او ایران د پرله پسې دویمې ورځې لپاره پر یو بل درانه هوایي او توغندیز بریدونه تبادله کړي، چې له امله یې د روان کال د اپرېل میاشتې نازک اوربند په بشپړ ډول له منځه د تلو له خطر سره مخ شوی دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) اعلان کړی چې په دغو نویو بریدونو کې یې په ټول ایران کې مخابراتي سیسټمونه، رادارونه او د هوایي مدافعې مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران په سیریک، بندرعباس، کارج او حتی د پلازمینې تهران په شمال کې په ورامین ښار کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز خبریال ته په توندو ټکو کې ګواښ کړی، که د ایران مشران سمدستي د سولې نوې هوکړه لاسلیک نکړي، نو د امریکا درنې بمبارۍ به بېرته پیل شي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ هم په ډاګه کړه: «که موږ مجبور شو چې په بمونو مذاکرات وکړو، نو په بمونو به یې وکړو.»

بلخوا ایران پر امریکا د جنګي جنایت تور پورې کړی او وایي چې امریکایي الوتکو د لسو کلو د څښاک د اوبو زېرمې ویشتلي دي.

د امریکا د نویو بریدونو په غبرګون کې، د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر ۱۸ پوځي هوایي اډو او د امریکا د سمندري ځواکونو پر پنځمې بیړۍ (Fifth Fleet) درانده توغندیز بریدونه کړي دي.

ایران همدا راز د دویمې شپې لپاره د اردن پر «الازرق» اډې ۱۲ بالستیک توغندي ویشتلي دي. د کویټ او بحرین هوایي مدافع ځواکونو د دغو توغندیو د شنډولو خبر ورکړی دی.

د ایران پوځي قومندانۍ ادعا کړې چې د هورموز ستراتیژیکه تنګي یې اوس په بشپړ ډول تړلې او پر دوو امریکایي کښتیو یې ډزې کړي دي؛ خو واشنګټن د کښتیو ویشتل او د تنګي تړل کېدل رد کړي دي.

د دغو تازه نښتو له امله د نړیوالو تېلو بیې ۳ ډالره نورې هم پورته شوي، چې په‌دې سره په امریکا کې دننه د تېلو د بیو د لوړوالي له امله پر ټرمپ د ولسي خلکو او کانګرس د ټاکنو په درشل کې سیاسي فشارونه زیات شوي دي.

په‌دې ترڅ کې، په لبنان کې د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ موازي جګړه هم روانه ده چې پکې تېره ورځ ۱۳ کسان وژل شوي دي.