نړۍ

روسیې د اوکراین پر ضد په جګړه کې د جنګېدونکو پوځیانو پورونه معاف کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ (ليندۍ ۳مه) یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د هغو نویو پوځیانو مالي پورونه معاف شي چې د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره د دغه هېواد له پوځ سره یوځای کېږي.

رویټرز راپور ورکړی چې د دې قانون له مخې، که چیرې دوی په اوکراین کې د جګړې لپاره د روسیې د دفاع وزارت سره یو کلن تړون لاسلیک کړي د دغه پوځيانو تر ١٠ ميلیون روبلو پورې پورونه به معاف شي، چې د ٩۵زره ٨٣۵ ډالرو معادل دي.

دا قانون به د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه نافذ شي او په ټولو هغو خلکو به پلي شي چې له دې نېټې مخکې يې د خپلو پورونو د راټولولو لپاره قانوني پړاوونه پیل کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې روسيه د پوځي ځواکونو د اړتيا له زياتېدو سره د نويو سرتېرو د جلبولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.

د راپور له مخې، هغو کسانو ته چې په اوکراین کې جګړې ته لېواله دي، د پام وړ مالي جایزې وړاندې کول هم ورته یوه لاره ده. دې عمل د روسیې له پوځ سره مرسته وکړه چې د جګړې په ډګر کې خپل ځواک زیات کړي پرته له دې چې د بل عمومي تحرک اعلان وکړي؛ هغه کار چې د ٢٠٢٢کال په سپټمبر کې له روسیې څخه د خلکو د ډله ييزې تېښتې لامل شو.

د روسیې د مرکزي بانک احصایې ښیي چې په ۲۰۲۲ کال کې اوکراین ته د زیاتو پوځیانو له استولو وروسته، په روسیه کې د مصرفي پورونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده. که څه هم مرکزي بانک د اکتوبر په میاشت کې د خپل کلیدي سود کچه ٢١سلنه لوړه کړې ده.