سرچینې آمو ته تاییدوي چې په تیره یوه اوونۍ کې د ښځو درې قهوه خونې تړل شوي او د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو په دوو نورو قهوه خونو کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې دروازې به یې د تل لپاره وتړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وروستۍ پېښه کې پرون په هرات کې د ښځو يوه کافه یا قهوه خونه وتړل شوه.
د یوې کیفې څښتنې آمو ته وویل چې طالبان د امر بالمعروف په جامو کې له وسلو سره د نوموړې قهوه خونې ته ننوتل او ترې ویې وغوښتل چې زر تر زره خپله قهوه خونه وتړي. د دې ښځینه متشبثې په وینا، د کافې په تړلو سره به خپله پانګه او مالي ملاتړ له لاسه ورکړي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې ښار کې د ښځو لپاره ځانګړې کافې جوړې شوې، چې له یوې خوا د طالبانو له محدودیتونو ډکه ټولنه کې د ښځو د راغونډېدو ځای او له بلې خوا ښځې یو ځل بیا د کار او اقتصاد څرخ ته دننه شي.
خو دا شپې ورځې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د دغو کافو شا نیولې څو دروازې یې وتړي.
د یوې قهوه خونې څښتنه وايي:«
«څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف په جامو او وسلو کې کافې ته ننوتل او په شفاهي ډول يې وویل چې د کافې د ښځو څانګه او ښځينه پرسونل دې وتړل شي، خو موږ ونه منله او د مکتوب غوښتنه مو وکړه، هغوی موږ ته وويل چې تر چهارشنبې به مکتوب درکړو.»
ه هرات کې د کافې ډیری څښتنانې هغه نجونې او ښځې دي چې یا زده کونکې وې او یا کارکوونکې. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هم پر مخ پوهنتون وتړل شو او هم د کار ځای.
یو شمېر یې وایي، د طالبانو له خوا د کاروبارونو د تړلو پرېکړه به دوی ته جدي پایلې ولري.
«د قهوه خونې یوه څښتنه وايي:« داپیسې زما د کورنۍ پانګه ګڼل کیږي. د کافې له تړلو وروسته به زه خپله ټوله سرمایه له لاسه ورکړم او له مالي پلوه به ماتې وخورم. پخوا هم طالبانو د پوهنتونونو په تړلو سره زموږ ټوله سرمایه رانه واخیسته. زه پخپله د طب محصله وم او د پوهنتونونو له تړلو وروسته هم وزګاره شوم او هم له ذهني پلوه ډېره ماته شوم، بیا مې له کورنۍ د انګېزې په اخیستو سره دا کافه جوړه کړه. اوس وایي موږ غواړو کافې وتړو او په کافو کې ستونزې شتون لري.»
په همدې حال کې قهوه خونو څښتنې له نړیوالې ټولنې او د ښځو له بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي.
د قهوه خونې څښته سمیه وايي:«
زه د ښځو له ملاتړ له بنسټونو غوښتنه کوم چې زموږ ملاتړ وکړي، ځکه موږ ښځو هڅه وکړه، چې په دې نوي فکر سره په خپلو پښو ودریږو، خو په نویو تیږو سره به بېرته خپل پخواني حالت ته راستنې شو او زموږ لویه سرمایه به له لاسه لاړه شي.»
یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، طالبان له ښځو کوچني کاري فرصتونه هم اخلي، څو ښځې په بشپړه توګه له ټولنې لرې کړي.
کلېپ… راحیل تلاش، د ښځو د حقونو فعاله
پر ښځو ډېر محدودیتونه تر ډېره د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا پلي کیږي؛ هغه جوړښت چې نړیواله ټولنه یې له بشري حقونو سرغړونکی بولي او وزیر یې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د بندیزونو په نوملړ کې دی.