د شمالي کوریا د پارلمان د اطلاعاتو د کمېټې غړې پارک سن وون د دغه هیواد د ملي استخباراتو د ادارې په حواله ویلي دي چې د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د دغه هېواد ۱۰زره۹۰۰ سرتېري برخه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، هغه ویلي چې د شمالي کوریا پوځیان د روسیې د پوځي واحدونو د یوې برخې په توګه په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګیږي؛ خو ځینو یې لا دمخه د اوکراین په جګړو کې برخه اخیستې ده.
د شمالي کوریا قانون دغه جوړونکي زیاته کړه: «شمالي کوریا د اوکراین جګړې ته د توغندیو په ګډون نورې وسلې هم استولې دي.»
ياد خبري آژانس لیکلي چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر چوٸه سون هوی په روانه میاشت کې مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه د پروتوکول له نظره غیر عادي او د مبارکۍ له تبادلې څخه هاخوا وه، چې د روسيې ته د کيم جونګ اون د احتمالي سفر په ګډون په نورو مهمو مسلو باندې متمرکزه وه.
خو د شمالي کوریا د پارلمان د اطلاعاتو د کمېټې دغه غړي ویلي چې د دغه هېواد استخباراتي سازمان لا هم هڅه کوي چې د شمالي کوریا د ځواکونو د تلفاتو کره شمېره راټوله کړي او دا چې آیا هغوی تسلیم شوي دي او که نه.
تر دې مخکې، ناټو اعلان وکړ چې د شمالي کوریا پوځي واحدونه د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د کورسک سیمې ته استول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې دې مسٸلې په اوکراین کې د شخړې د احتمال په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.
له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له دې مخکې ویلي چې په دې جګړه کې د شمالي کوریا مخ په زیاتېدونکي رول د ټولو هېوادونو لپاره «ګواښ» دی.
هغه زیاته کړې وه چې هغه د هغو هېوادونو د سخت غبرګون په لټه کې دی چې په رسمي توګه یې تایید کړې چې شمالي کوریا د اوکراین په وړاندې د روسیې په جګړه کې لوی رول لوبوي.