نړۍ

روسیې د هوايي دفاع له لارې د اوکراین ۴۲ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړى چې د هیواد د هوايي دفاع واحدونو د سه شنبې په ماښام (لړم په ۲۹مه) د روسیې په لږ تر لږه اتو جنوبي او مرکزي سیمو کې د اوکراین ۴۲ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

د رویټرز په وینا، یوازې د اوکراین سره د روسیې پولې ته نږدې په براینسک سیمه کې ٣٢ بې پیلوټه الوتکې ويشتل شوي او دوه بې پیلوټه الوتکې د هیواد پلازمېنې مسکو ته نږدې نسکورې شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي، دا اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې تېره شپه پر ځايي وخت د ۹ بجو ۱۱:۵۵ ترمنځ ویشتل شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د اوکراین د ۳۲ بې پیلوټه الوتکو د احتمالي زیانونو په اړه چې په بريانسک سیمه کې ویشتل شوي، معلومات نه دي ورکړي.

که څه هم اوکراین تر دې مخکې د روسیې په خاوره کې په لويو موخو لکه د دغه هېواد هوايي ډګرونه او د انرژۍ پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. خو دا لومړی ځل دی چې په لنډه موده کې پر لسګونو بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کوي.

په همدې حال کې د بریانسک سیمې قوماندان الکساندر بوګماز په ټېلېګرام پیغامونو کې د هوايي دفاع د فعالیتونو په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې چاته مرګ- ژوبله نه ده اوښتې.

د يادولو وړ ده، چې دوه بې پیلوټه الوتکې د مسکو په سیمه کې او بله د بیلاروس پولې ته څېرمه په سمولینسک سیمه کې نسکورې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوریول، روستوف او کورسک سیمې هره یوه تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو شاهدانې وې.

په ټولنیزو شبکو او نظامي بلاګونو کې خپاره شوي ویډیوګانې د الیکسیفکا په ښار او د ورونژه سیمه کې چاودنې او اورونه ښیي.

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې دغه بريد د کړکېچ د زیاتېدا او په روسیه کې دننه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بديدووو د دوام ښکارندويي کوي.