افغانستان

طالبانو امربالمعروف محتسبينو په کابل کې یوه ښځه او یو سړی نیولي دي

د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه دوه کسان د کابل ښار له پنځمې امنیتي حوزې څخه نیولي او له څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د دغو دوو کسانو په ګډون ٢٨ تنه په کابل، لوګر، کندهار او فراه ولايتونو کې نيولي دي.

ياده دې وي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزارت چارواکو تر دې مخکې هم په کابل کې ښځې او نجونې د «د دوى د خوښې وړ پوښاک پر نه اغوستلو او د نامشروع اړيکو» په تور نيولي دي.

طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون« تر سرلیک لاندې نوي قانون کې چې روان کال په زمري میاشت کې خپور شو، خپلو محتسبينو ته اجازه ورکړې چې خلک مجازات او بندیان کړي. له کوره بهر د ښځو د غږ منع کول د دغه قانون یوه تر ټولو جنجالي برخه ده، چې تر اوسه یې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.»

د طالبانو له خوا د ښځو لپاره د حجاب اړوند احکام د دې قانون لومړني موارد دي.

د طالبانو د دغه قانون په دیارلسمه ماده کې راغلي چې «د یوې ښځې لپاره د ټول بدن حجاب لازمي دی. د فتنې د ویرې له امله د ښځې مخ پټول اړین دي. د ښځو غږ (په جماعت کې سندرې ویل، آیتونه او تلاوتونه) عورت دی.»

د دې مادې په اوومه فقره کې همداراز راغلي چې د بالغ نارینه لپاره د ښځو بدنونو او مخونو ته کتل او د بالغو ښځو لپاره پردیو نارینه وو ته کتل حرام دي.

د دغه قانون له مخې طالبانو خپلو امربالمعروف چارواکو ته دنده سپارلې چې له کور او مجلس بهر د ښځو د غږ او موسیقۍ مخه ونیسي.

د دیارلسمې مادې اتمه فقره وايي:«کله چې یوه بالغه ښځه د اړتیا لپاره له کوره ووځي، هغه مکلفه ده چې خپل غږ، مخ او بدن پټ کړي.»

د دغه قانون له مخې، هر دولتي محتسب کولای شي هغه ښځه یا نجلۍ ودروي چې مخ یې نه پټوي.

دغه قانون له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوى، خو طالب چارواکو تل د هغې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.